1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه افغانه کورنۍ د امريکا په هوايي ډگر کي نيول سوې

۱۳۹۵ اسفند ۱۶, دوشنبه

يوه افغانه پنځه کسيزه کورنۍ چي د امریکا متحدو ايالاتو ويزه ئې هم لرله، د پنجشنبې په ورځ د لس آنجلس هوايي ډگر ته په رسېدو سره د مهاجرو ادارو چارواکو نيولې او تر اوسه هم آزاد سوي نه دي.

https://p.dw.com/p/2Yge9
Sicherheitsmaßnahmen am Flughafen in Los Angeles
انځور: Getty Images/D. McNew

مدافع وکيلانو ويلي دي، دغه کورنۍ چي مېړه و ماينه او درې اولاده دي د پنجشنبې په ورځ د لس آنجلس نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي او پتېيل سوې وه چي په يوه بل پرواز کي بيا سياتل ته سفر وکړي، خو د امريکا د مهاجرو او گمرکي چارو د مامورينو له خوا نيول سوي دي.

د لس انجلس تايمز ورځپاڼي د راپور له مخي «له مهاجرو سره د مرستي نړيوالي پروژې» د شنبې په ورځ په فدرالي محکمه کي شکايت کړی دئ او د دغي کورنۍ د آزادۍ غوښتنه ئې کړې ده.

دغه بنسټ استدلال کړی دئ چي د دغي کورنۍ پلار په افغانستان کي د امريکا متحدو ايالاتو له حکومت سره کار کړی دئ، او تر هر اړخيزو ارزونو وروسته هغه ته د امريکا ويزه ورکړل سوې ده.

د «عامه مشورو» سازمان چي وړيا حقوقي خدمات وړاندي کوي، يوې کارکوونکي تاليا انلندر ويلي دي: «د امريکا متحدو ايالاتو د حکومت له خوا له دغي افغاني کورنۍ سره خيانت، وجدان لړزوي.»

هغې لس انجلس ټايمز ورځپاڼي ته ويلي دي چي دغه شان افرادو ته بايد په ښه راغلاست لوحې سره هرکلی وسي: «هغوی خپل او د کورنۍ ژوند زموږ په خاطر په خطر کي اچولی او د دې پر ځای چي د ښه راغلاست په لوحې سره د هغوی هرکلی وکړو، نيسو ئې.»

د «مهاجرو د ملاتړ نړيوالي پروژې» رئيس بکه هيلر، ويلي دي چي د دغي کورنۍ پلار د کاليفورنيا د اورانج سيمي په يوه توقيفځای کي ناست دی. هغه زیاته کړې ده چي کورنۍ ئې هم په يوه داسي ځای کي وه خو اوس يوه هوټل ته لېږدول سوې ده.

وکيلانو نه دي ويلي چي دغه افغان په کومه برخه کي د امريکا متحدو ايالاتو له حکومت سره کار کاوه. خو غالباً هغو کسانو ته چي د امريکا متحدو ايالاتو ويزه ورکول کيږي، د ژباړونکي په توگه کار کړی وي.

دا په داسي حال کي ده چي امريکا ته د اوو اسلامي هيوادونو وگړو پر راتگ د دونالد ترمپ د بنديز فرمان د امريکا محکمې رد کړی او له بله اړخه افغانستان د دغو اوو هيوادونو په ليست کي نه وو.