1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه اوږده ورځ - د ميرکيل سفر افغانستان ته

۱۳۸۶ آبان ۱۴, دوشنبه

د آلمان د فدرالي جمهوريت د صدراعظمې میرمن انگيله ميرکيل سفر افغانستان ته څلورويشت ساعته او يو ديرش دقيقی دوام وکړ.

https://p.dw.com/p/DKH3
انځور: AP

دغه لنډ سفر کې د امنيتي علتونه له کبله تر وروستئ ساعت پوری پت ساتل شوی و.

میرمن ميرکيل په دی وخت کې د ايساف قواوو قرارگاه، د جمهوری رياست ماڼئ، د اماني ليسه او په مزارشريف کې د آلماني عسکرو کمپ وليدل.

د افغانستان د جمهور ريس ښاغلی حامد کرزی سره د ليدلو څخه وروسته په يو مطبوعاتي کنفرانس کې میرمن ميرکيل يو ځل بيا د افغانستان سره د آلمان د اوږدو مرستو د دوام اطمينان ورکړ.

دی زياته کړه، چې پکار ده، تر څو د افغانستان د بيا وداونول زياتره په خپله د افغانانو لخوا وشی.