1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه خوستۍ مېرمن په زړورتوب وستايل سوه

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۱ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د خوست ولايت د ښځو چارو رئيسې خاور اميري ته د زړورتوب او ښه خدمت له امله د زړورتيا ستاينليک ورکړل شو. اميري وايي، د دې ستاينلک په ورکولو به نور هم په خپلو چارو کې چټکه شي.

https://p.dw.com/p/17zuG
Provincial chef of US embassy Karel Decker (left) gives certificate of Brave Afghan women to Khawar Amiri (Right) head of afghan women affairs in Khost province of Afghanistan. US ebessu selected Miss Amiri as hero women in 18.03. 2013. *** DW, Faridullah Zahir
Wahl Hero Woman Afghanistan 2013انځور: DW/F.Zahir

په خوست کې د ښځو چارو رئيسې ته د امريکا متحده ايالاتو د سفارت له لوري دغه ستاينليک د يو لړ خاصو مراسمو پرمهال ورکړل شو.

په افغانستان کي د امريکا سفارت د ۱۴ ولايتونو مسئولي مېرمن کارن دکر وويل، دوى دا ستاينليک د خوست د ښځو مشري ته په دې وجه ورکړ، چې دې د خوست غوندي په يوه سرحدي او نسبتآ نا ارامه ولايت کې د ښځو له پاره ډېر خدمتونه کړي او هغه د خپل جرات په اساس د خوست ولسواليو ته د ښځو ستونزو د نږدې اوريدنې له پاره سفرونه کوي:

د خوست د ښځو چارو رئيسه مېرمن خاور اميري
د خوست د ښځو چارو رئيسه مېرمن خاور اميريانځور: DW/F.Zahir

«خاور اميري يوه له هغو با استعدادو مېرمنو څخه يوه ده، چې د ښځو د حقونو په برخه کې يې د خوست په کچه تر ټولو زيات تلاښونه کړي دي او تر يوه ځايه يې د تاوتريخوالي د يو شمېر پېښو مخنيوى هم کړى دی.»

بله خوا د خوست دغه مېرمن، چې د زړه وري ښځي ستاينليک يې ګټلى وايي، ډېره خوشاله ده او اوس پوه شوه، چي يو څوګ شته، چې د دوى کارونه ارزوي او د مثبتو کړنو په بدل کې يې په ملاتړ او ستاينه کوي.

آغلي اميري دويچه ويله ته وويل، چي ما تر اوسه د خوست څلورو ولسواليو او ډېرو ليرو پرتو کليو ته د ښځو د ستونزو د اوريدو سفرونه کړي دي او په دې لړ کې يې له هغوى سره د تاوتريخوالي د ځيو پېښو مخنيوی هم کړی دی:

«ما تر اوسه له خوست ښاره ٣٠ کيلو ميتره ليري، د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ ته له يو شمېر نورو مېرمنو سره سفر کړى، د تڼيو، نادرشاه کوت او اسماعيل خېلو ولسواليو ته مو هم سفرونه کړي دي، د تاوتريخوالي پيښو د مخنيوي له پاره مو خلکو ته عامه پوهاوى ور کړى.»

مېرمن خاور اميري له تېرو اتو کلونو راهيسي د خوست د ښځو چارو په رياست کې دنده لري، هغې په ۲۰۰۴ کال کې د ښځو چارو رياست د مرستيالۍ دنده پيل کړه، بيا لږ وروسته د ياد رياست د اقتصاد مديره شوه او اوس له تېرو درو کلونو راهيسي د دغي ادارې د مشري په توګه دنده ترسره کوي.

مېرمن خاور اميري د امريکا له سفارت څخه د زړوري ښځي د ستاينليک په ترلاسه کولو خوښه او مننه کوي، خو هغه زياتوي، چي ما ته دې معنوي لاسنيوي دومره زړه راکړ، چې اوس به نور هم په ځان شپه او ورځ يوه کړم او د خپلو افغان مېرمنو له پاره به خدمت کوم.

له بلې خوا خوست والي عبدالجبار نعيمي او د خوست د ولايتي شورا وکيلانو هم ميرمن خاورې اميرې ته د دې ستاينليک مبارکي ورکړه او په تېرو څو کلونو کې يې د ښځو د حقونو د مبارزې په برخه کې د هغې هڅې تلاښونه وستايله.

د يادونې وړ ده، چې خاور اميري په خوست کې يوازنۍ ښځينه رئيسه ده، چې د ښځو د تاوتريخوالي پر وړاندي عملي مبارزه کوي او په بدل کې يې د زړوري ښځي ستاينليک ترلاسه کوي.