1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه سوريايي مهاجر پر خپلې لور انګلا مېرکل محمد نوم ايښی

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

آلمان کې يوه سوريايي مهاجر پر خپلې نوې زيږیدلې لور انګلا مېرکل محمد، نوم ايښی دی. د روغتيايي چارواکو پر وينا دغه کس د مېرکل د مهاجر پلوه سياست ته درناوي په موخه پر خپلې لور دغه نوم ايښی دی.

https://p.dw.com/p/2iiCm
Deutschland München Ankunft von Asylsuchenden Poster Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د رويترز خبري آژانس د رپوټ په حواله، دغه سوريايي مهاجر په آلمان کې خپلې زيږيدلې لور باندې ځکه د آلمان د صدراعظمې نوم ايښی دی تر څو يې د صدراعظمې انګلا مېرکل د مهاجر پلوه سياست څخه ستاينه او درناوي کړی وي. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو پر مخ د خپل هيواد دروازې خلاصې پريښودې، چې په ترڅ کې يې د سوريې، عراق او نورو جګړه ځپلو هيوادونو څخه په سلونو زره مهاجر دغه هيواد ته ورغلل.

د آلمان د مونستر ښار د سينت فرانسسکس روغتون يوې وياندې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «د نوې زيږیدلې ماشومې لومړنی نوم انګلا او دويم نوم  يې مېرکل دی، د ماشوم مور او پلار غواړي چې دې سره له صدراعظمې مېرکل څخه خپله منندويي څرګنده کړي».

د دغې مهاجرې ماشومې بشپړ نوم انګلا مېرکل محمد، ايښودل شوی دی. د اګست مياشتې په ۱۶ نيټه د دغې زیږیدلې ماشومې وزن ۸ اعشاريه ۶ پاونډه وو. د روغتون د چارواکو په وينا، ماشومه له بشپړ روغتيايي حالت څخه برخمنه ده.

د دغې ماشومې مور آسيه او پلار يې خالد محمد د خپلو څلورو نورو ماشومانو سره په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته رسیدلي وو.

وروسته له هغې چې مېرکل د مهاجرو پر مخ د آلمان د پولو د پرانیستو اعلان وکړ او دغه هيواد ته په سلونو زره مهاجر ورغلل صدراعظمې انګلا مېرکل تر سختو نيوکو او فشارونه لاندې راغله. د هغې دغه سياست د دې سبب شو چې په چټکۍ سره يې په ملي کچه محبوبيت زيانمن شي.

خو مېرکل چې اوس د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ له پاره بيا نومانده ده هيله منده ده چې د څلورم ځل له پاره به هم د آلمان د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي. د آلمان پارلماني ټاکنې راتلونکې سپتمبر میاشتې کې ترسره کيږي.

د تير میلادي کال راهیسي آلمان ته د نوو راتلونکو مهاجرو په شمير کې ډیر کمښت راغلی دی چې په دې سره يو ځل بیا د مېرکل محبوبيت په خلکو کې زيات شوی دی.

آلمان کې دا لومړی وار نه دي چې يوه مهاجره کورنۍ پر خپل نوي زيږیدلي ماشوم د صدراعظمې انګلا مېرکل نوم ږدي. تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ مياشت کې له ګانا هیواد سره تړاو درلودونکي مهاجرې کورنۍ هم د آلمان په هانوور ښار کې پر خپلې لور د انګلا مېرکل، نوم ايښی وو.