1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه مهاجر غوښتل يوه نجلۍ ډوبه کړي، خو نږدې وو خپله ډوب سي

۱۳۹۶ آذر ۲۹, چهارشنبه

يوه ۱۹کلن ځوان هڅه کوله چي د برلين په يوه رود کي يوه ۱۷کلنه نجلۍ ډوبه کړي، خو نږدې وو چي خپله ډوب سي. ورځپاڼو ليکلي دي چي دغه مشکوک کس يو افغان مهاجر دی.

https://p.dw.com/p/2pgK5
Iran Foto Vahid Mostafavi Faule See
انځور: V. Mostafavi

د آلمان پوليسو ويلي دي چي دغه پيښه د سه شنبې په ورځ داسي پيښه سوه چي دغه کس اول دغه نجلۍ په هاول رود کي واچول او وروسته خپله اوبو ته ور لوېد او څو واري ئې تلاښ کړی چي نجلۍ ډوبه کړي.

د پوليسو يوه وياند د آلمان خبري آژانس (دی پي اې) ته ويلي دي چي نږدې وو دغه سړی خپله غرق سي او پوليسو ژغورلی دی. هغه ويلي دي چي د نجلۍ لامبو زده وه او خپل ځان ئې ژغورلی دئ.

د پوليسو وياند ويلي دي: «دغه ځوان لامبو نه سوای کولای. نژدې وو خپل ځان ووژني.»

د «تاگس شپيگل» د راپور له مخي دغه کس يو افغان مهاجر او نجلۍ آلماني ده. داسي ښکاري چي دواړو دي له پخوا سره پيژندل او دغه قضيه هم د هغوی ترمنح د جنجال پرمهال پيښه سوې.

مورگن پست ورځپاڼي هم ليکلي دي چي د دغي پيښي دليل د دواړو ترمنځ په اړيکو کي ستونزي وې.

تر پيښي وروسته نجلۍ په روغتون کي تداوي سوې ده او له ځوان سره بیا د پيښي په ځای کي روغتيايي مرسته سوې او وروسته روغتون ته انتقال سوی دی. ويل سوي دي چي هغه د دغي ورځي تر بيايه پوري په حال کي نو، څو پوښتني گروېږني ترې وسي.

پوليسو ويلي دي چي د قتل په تور پوښتني ئې پيل کړي دي.

dpa(N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: