1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه مور د خپلي لور د سوځولو په تور د مرگ په سزا محکومه شوه

۱۳۹۵ دی ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان یوې محکمې هغې مور ته چې خپله لور یې د پت په نامه ژوندۍ سوځولې وه، د مرگ سزا اورلې ده. پروین بي بي، تیر کال په جون میاشت کې پر خپلې ۱۸ کلنې لور تیل اچولي او سوځولې وه.

https://p.dw.com/p/2VuC4
Pakistan Familienrache Mutter tötet Tochter in Lahore
انځور: picture-alliance/Zuma Press/R.S. Hussain

پروین بي بي، ته د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې د ترهگرۍ ضد یوې محکمې قاضي چوهدري محمد الیاس د اعدام حکم اورلی دی. پولیسو شک کړی وو چې د وژل شوې نجلۍ زینت رفیق، ورور او اخښي هم په دغه پیښه کې لاس لرلی او دغو دواړو له پروین بي بي سره د نجلۍ په وژلو کې مرسته کړې ده.

محکمې د مقتولې زینت بي بي، ورور انیس ته د عمري بند سزا ورکړه، خو دوهم شکمن کس ته برائت ورکړل شو. تر دې دمخه پروین بي بي، په محکمه کې پر خپل جرم اعتراف کړی وو او ویلي یې ول چې دغه کار یې ځکه وکړ چې لور یې پخپله خوښه واده کړی وو او دا يې د کورنۍ د شرم سبب شوی وو.

په محکمه کې دا خبره هم جوته شوه چې لومړی پروین بي بي له خپلو زامنو سره خپله لور وهلې او ټکولې ده او تر هغه وروسته يې پر هغې تیل پاشلي او اور یې ورته کړی دی.

د لاهور د یوې وروسته پاته سیمي «فیکټري ایریا» اوسیدونکې زینت رفیق، تر وژل کیدو یوه اوونۍ مخکي له خپله کوره وتلې وه او د حسن خان نومې یوه ځوان سره یې په محکمه کې نکاح تړلې وه. تر هغې وروسته د زینت کورنۍ له حسن خان سره سوله وکړه او ژمنه یې وکړه چې د واده ټول دودونه به پوره کوي او له خپل کوره به زینت رخصتوي. تر دې ژمنې وروسته حسن خان خپلي میرمنې ته د پلار کور ته د تلو اجازه ورکړه.

هغه مهال حسن خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ول چې زینت نه غوښتل خپل کور ته ولاړه شي، ځکه چې ویره یې دلورده چې وبه وژل شي. د یوه ځایي تلویزون د رپوټ له مخې زینت وروسته له هغې خپل پلرني کور ته د تگ له پاره زړه ښه کړ چې هغې ته د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړل شو.

د ۱۸کلني زينت رفيق مېړه حسن خان رسنيو ته د خپلي مېرمني انځور وښود.
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

د زینت له پلرني کور څخه د لوگي تر پورته کیدو وروسته د ژغورني ډلې او پولیسو ته خبر ورکړل شوی وو. که څه هم هغوی پر وخت وررسیدلي ول او اور یې وژلی وو خو زینت سا ورکړې وه.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د زینت رفیق د کورنۍ هیڅ کوم غړی د هغې د سکور شوي جسد اخیستو ته چمتو نه وو او بیا د زینت رفیق خسرگنۍ په یوه ځایي هدیره کې هغه خاورو ته وسپارله.

په لاهور کي د تامسن رويټرز فاونډيشن غړی وقار مصطفی په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان پارلمان د پت یا غیرت په نوم د وژنو په هکله یو قانون تصویب کړی دی. د دغه قانون له مخې د وژل شوي کس خپلوان د اعدام د حکم په صورت کې قاتل بخښلای شي، خو پر دې سربیره هم باید مجرم عمري بند سزا تيره کړي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلی دي چې د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د رسنیو د رپوټونو له قوله رپوټ ورکړی دی چې په دغه هیواد کې په ۲۰۱۵م کال کې د پت په نوم ۱۱۰۰ وژنې شوي دي.