1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه پاکستاني محصل ولي خپل پروفيسر وواژه؟

۱۳۹۸ فروردین ۲, جمعه

يو پاکستانی محصل روانه اوونۍ ځکه ونيول شو، چې ويل کيږي خپل پروفيسر يې په چاړه وهلی او وژلی دی. انګيزه يې په يوه حکومتي کالج کې د ښځو او نارينه و ګډه لمانځنه وه.

https://p.dw.com/p/3FTbj
Pakistan Islamabad - Studenten
انځور: DW/I. Jabeen

د پاکستان د پوليسو يوه ځايي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې پروفيسر خالد حميد د سه شنبې په ورځ د بهاولپور ښار د صادق ايګرتن نومي کالج په چمن کې ووژل شو.
د هغه په خبره «دغه پروفيسر د نويو محصلينو له پاره د هرکلي يو ګډ جشن رابللی وو. دغه جشن د پنجشنبې ورځې له پاره پلان شوی وو.»
له پوليسو سره د ثبت شوي رپوټ پر اساس بريد کوونکي محصل يو دم چيغه او نعره وهلې وه چې پروفيسر له دې کبله وژني چې ګويا هغه «بې شرمي خپروي».
د پوليسو په رپوټ کې راغلي دي چې نوموړي محصل داسې ويلي دي: «د دواړو جنسونو ګډ جشن د اسلام د هداياتو خلاف خبره ده او ما بايد خبرداری ورکړی وای څو مخه يې ونيسم.»

د وژل شوي پروفيسر زوی څه وايي؟

د پروفيسر زوی وليد خان، چې د پېښې پر وخت حاضر وو، وويل چې نوموړي محصل د هغه پلار ته انتظار ايستلی وو. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته دا هم ويلي دي: «کله چې مې پلار دفتر ته د ننوتلو په حال کې وو، نو دغه سړي ورباندې د چاقو په واسطه بريد وکړ چې په سر او خېټه کې يې وواهه.»
د وليد خان په خبره پلار يې پر ځمکه ولوېد او ده ژر وروځغستل. دا په داسې حال کې وه چې محصل لا خپل چاقو په لاس کې لاره او چېغې يې پورته کړې. هغه وويل: «ما هغه وواژه، ما خو ورته ويلي ول چې د دواړو جنسونو د هرکلي غونډه د اسلام خلاف کار دی.»
وليد خان زياته کړه چې دوی پلار روغتون ته ورساوه، خو نوموړی روغتون ته تر رسېدو مخکي لا مړ شوی وو. د هغه په وينا محصل خپل چاقو پر ځمکې وغورځاوه چې په دې وخت کې ساتونکي هغه سمدلاسه ونيو.
چارواکي څه وايي؟

د پنجاب آيالت حکومت د تويتر له لاري ويلي دي چې محصل نيول شوی دی او اعلی وزير ته د پوليسو له خوا رپوټ رسېدلی دی. د ښځو او نارينه وو ګډې غونډې د پاکستان په تعليمي او تحصيلي بنسټونو کې عامه خبره ده. خو په حکومتي بنسټونو کې د خصوصي بنسټونو په پرتله زيات محدوديتونه ورته په پام کې نيول شوي دي.
په دې وروستيو کې يوه حکومتي پوهنتون د پاکستان په پنجاب آيالت کې د جامو اغوستلو داسې مقررات پلي کړل چې له مخې يې محصليني اجازه نه لري چې لنډ کميسونه او تنګ پتلونونه واغوندي. 

Pakistan Bildungslücken im Land
په اسلام آباد کې د نجونو کالجانځور: Reuters/C. Firouz

(ns/nz (afp