1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه په خټه افغانه د کاناډا ديموکراتيکو نهادونو وزيره سوه

۱۳۹۴ آبان ۱۵, جمعه

د کاناډا پارلمان وکيله مريم منصف، چي کاناډا ته مهاجره سوې وه اوس د دغه هيواد د ديموکراتيکو نهادونو نوې وزيره سوه. هغه د کاناډا د نوي کابينې تر ټولو ځوانه وزيره بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/1H0wJ
انځور: Reuters/C. Wattie

د کاناډا د ديموکراتيکو نهادونو نوې وزيره چي ۳۰ کلنه ده په کوچنيوالي کي له خپلي کونډي مور او دوو خوندو سره له افغانستانه کاناډا ته مهاجره سوې وه.

په خټه افغانه کاناډايي مريم منصف د کاناډا د ليبرال گوند غړې ده او د اکتوبر مياشتي په پارلماني ټاکنو کي پارلمان ته بريالۍ سوه. هغه یوازنی ښځه ده چي د انتاريو ايالت له پيتربرو سيمي څخه پارلمان ته بريالۍ سوې ده.

منصف چي له کلونو راهيسي ئې په کاناډا کي په سياسي او ټولنيزو برخو کي فعالت کړی. وايي، دا چي د کاناډا صدراعظم جاستين ترودو، د خپلي نوي کابينې نوې غړې معرفي کړې ډېره خوشحاله ده.

هغې د چهارشنبې په ورځ د ترودو او د کابينې د نورو غړو په حضور کي د وزيري په توگه لوړه وکړه. منصف د ترودو د کابينې تر ټولو ځوانه وزيره بلل کيږي.

په هرات کي زېږېدلي مريم منصف په خپل تويتر کي لیکلي دي، په دې وياړي چي د کاناډا د ديموکراتيکو نهادونو د وزيري په توگه کاناډايانو ته خدمت وکړي. هغې زياته کړې ده چي په نوي کار کي خوشحاله ده.

د کاناډا د کابينې نوي وزيري زياته کړې ده، پوهيږي چي له نوو «چلينجونو» سره به مخامخ سي.

منصف په خټه لومړۍ افغانه ده چي د ناکاډا کابينې ته رسېدلې ده. د ترنت پوهتنون د تاريخ پروفيسر ديويد شاينين، ويلي دي، د کابينې غړيتوب په مديريت او د مسائيلو په حلولو کي مهارتونه غواړي، چي دغه څه منصف لري. د هغه په خبره تر ټولو مهمه دا ده چي د کاناډا صدراعظم په منصف کي دغه مهارتونه ليدلي دي.