1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوگندا: ترعراق درې ځلي ډيرقربانيان

«


حسن » بری «۱۳۸۵ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

په هغه راپور کې چې څوموده مخکې د، له پنځوسوملکي ټولنوڅخه جوړې شوې نړيوالې اتحاديې، )سي اس او پي ان يو( لخواخپورشو، د يوگنداپه شمال کې د زورزياتي له کبله د قرباني شويوانسانانوشمير، د عراق په پرتله، درې ځلې لا اوچت دی.

https://p.dw.com/p/DMrb
انځور: AP

دغه راپورنوي واقعيتونه او عددونه روښانه کوي، کوم چې د يوگندا د حکومت او د ياغيانو د ټولنې )لورډز ريسيسټانټ آرمي( ترمينځ د، له شلوکلونو راهيسې روانې، وحشيانه جگړې اغيزې، مخصوصاً بياپرملکي خلکوباندې څرگندوي: د دغې جگړې له کبله څه کم دوه ميليونه انسانان په هيوادکې دننه مهاجرشويدي.

د جگړې له پيل راهيسې څه باندې پنځه ويشت زره تنه ماشومان اختطاف شوي او د يوگندا د ټولوماشومانوڅلورمې برخې، يا خپلې ميندې او ياهم خپل پلرونه له لاسه ورکړيدي.

په نړۍ کې د جگړو ترټولوډيره ډاروونکې برخه
د يوگندا د ماشومانوحقوق په نوم د يوگندايي ټولنې غړې او د )سي اس او پي ان يو( د ملکي ټولنو د نړيوالې اتحاديې ويانده سټیلا » آيو اودونگو « وايي: » د يوگنداشمال د نړۍ د جگړو د برخو ترټولوډيره ډاروونکې برخه ده.

د زورزياتي له کبله د وژل شويوانسانانوشميردلته د عراق په پرتله درې ځلې لا اوچت دی. دايوه زښته ډيره خرابه غميزه يا تراژدي ده او نړۍ بايد پرې نږدي چې دغه خونړۍ شخړه نورلاهم دوام وکړي. بايد ډيرژر يو سوله ايز حل وموندل شي.