1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې امريکايي د لور په هیله ۱۴ زامن زیږولي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

یوه امریکايي ښځه او خاوند، چې له کلونو راهیسې یي د یوې لور لرلو هیله درلوده په څوارلسم ځل هم د زوی خاوندان شول. دغې کورنۍ د خپل اولاد له پاره داسې نوم غوره کړی چې معمول نه دی.

https://p.dw.com/p/2x0aU
USA Familie Schwandt aus Michigan Sheboygan She is a boy again
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Sykes

د امریکا متحدو ایالاتو د میشیګن ایالت يو مېړه او ماينه په پر له پسې ډول د ۱۴ زوی خاوندان شول. کاتري او جي شواندت د خپل څوارلسم زوی له پاره چې دوې اوونۍ تر مخه زیږیدلی د یوې عجبې آیډیا له لارې نوم غوره کړ. هغوی خپل زوی د «فاینلي شي بوي ګان» په نوم نومولی دی.

په اصل کې د دغه نوم کیسه یوه سور پوستي امریکایي ته ورګرځي چې د قبیلي مشر وو. د قبیلي مشر ډیر زامن درلودل او کله چې یي وروستی ماشوم وزیږید، پر دې یي ټینګ باور درلود چې دا ځل به نوی زیږیدونکی ماشوم نجلۍ وي. خو بیا هم هغه زوی وو او د قبیلي مشر پرې د Sheboygan نوم کیښود، چې د ''she is a boy again'' یا بیا هم هلک دی، لنډیز دی.

«نور د لور هیله نه لرو»

جی شواندت هم د خپل وروستي ماشوم تر زیږیدو دمخه باور درلود چې دا ځل به نوی زیږیدونکی ماشوم نجلۍ وي. په زړه پورې دا ده چې جی او هم کاتري نه غوښتل چې د ماشوم د زیږیدو تر مخه د سونوګرافي دستګاه په واسطه دا معلومه کړي چې آیا نوی زیږدونکی ماشوم به هلک وي که نجلۍ.

کاتري شواندت چې د ۱۴ زامنو مور ده، په خپله هم په یوه لویه کورنې کې را لوی شوې ده او ۱۳ ورونه او خویندي لري. هغه وایي هر زوی یې چې نړۍ ته سترګي پرانیستي دي کورنۍ ته یې یو څه نوي ورکړي دي او په خبره یې هر ګل یو بل بويي لري.

د کورنۍ مشر زوی ۲۰ کلن دی. اوس ټول دا پوښتنه کوي چې آیا دغه کورنۍ د يوې لور د زیږیدو په هیله د کوم بل نوی ماشوم په هکله فکر کوي که نه. خو د کورنۍ پلار جی شواندت په دې هکله په واضحه ډول د نه ځواب وایي.

خو جی شواندت تر دې دمخه هم په مکرره توګه دغه ډول څرګندونې کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: