1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوې مهاجري په زرونو موندلي يورو پوليسو ته سپارلي

۱۳۹۶ شهریور ۲۹, چهارشنبه

په برلين کې يوې مهاجري په ميترو کې د پيسو ډګه موندلي کڅوړه پوليسو ته وسپارله. د برلين پوليسو په خپل ټويټر کې د دغي مهاجري مرسته ستايلې ده.

https://p.dw.com/p/2kL5J
Syrischer Flüchtling gibt gefundene 50.000 Euro und Sparbücher ab
انځور: Presseportal/Polizei Minden

د برلين پوليس وايي چې په دغه ښار کې يوې عراقۍ مهاجري کورنۍ د پيسو يوه موندلې کڅوړه چې ۱۴ زره يورو پکښې وې، چارواکو ته سپارلې ده.

دغه پيسې يوې ۱۶ کلني نجلۍ چې له خپلي کورنۍ سره د برلين ښار په يوه کمپ کې ژوند کوي، موندلي وې.

هغې د پيسو کڅوړه د برلين ښار په يوه مرکزي سيمه «موهرين شتراسه» ميترو ستيشن کې موندلې وه.

د پيسو کڅوړه له يوې ۷۲ کلنې ښځې څخه په دغه ميترو (تر مځکي لاندي اورگاډی) کي هيره شوې وه. يادې ښځې د خپلو پيسو په اړه د ميترو دفتر ته رپوټ ورکړی وو خو هغوی يې په موندني نه ول بريالي شوي.

د پوليسو په وينا چې د پيسو بيګ د زده کونکې مهاجري مور ۴۸ ساعته وروسته چارواکو ته سپارلی دی.

تمه ده چې دغه مهاجره کورنۍ د خپل دغه ښه کار په بدل کي په انعام وستايل شي. د آلمان د قانون له مخې په داسې حالاتو کې د موندل شويو قيمتي اجناسو يا پيسو درې سلنه برخه هغه چا ته چې هغه يې موندلې او چارواکو ته يې سپارلي وي ور کول کيږي. خو که چيرې پيسې يا قيمتي جنس په ترانسپورتي وسايطو کې موندل شوي وي، بيا نو دغه فیصدي نيمايي ته ښکته کيږي.

د برلين پوليسو په خپله تويتر پاڼه کې ليکلي: «يوې زده کوونکې يو موندلی دستکول چې ۱۴ زره يورو پکښې وې پوليسو ته سپارلی. په دې کار سره د پيسو خاونده ډيره خوشحاله شوې ده. موږ شاباسی وايو او مننه کوو».

دا په داسې حال کې ده چې په آلمان کې يوې ترسره شوې څيړني موندلې ده چې رسنيو په تيرو دوو کلونو کې له هغه وخته چې دغه هيواد ته په سونو زره مهاجر راغلي دي، تر ډيره يې د مهاجرو پر جرمي پيښو تمرکز کړی دی.

 

زموږ له ارشيف څخه: