1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو افغان بندي د ګوانتانامو په زندان کي مړ شو

۱۳۸۹ بهمن ۱۵, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو پوځ وويل چي د ګوانتانامو په امريکايي زندان کي يو افغان بندي د سپورت په يو ماشين باندي د تمرين کولو څخه وروسته مړ شو. د هغه نوم «اول ګل» او له جلال آباد څخه دی. ويل شوي چي په طبيعي مرګ مړ شوي دی.

https://p.dw.com/p/QyIj
د ګوانتانامو د زندان یو صحنه چی بندیان تر مراقبت لاندی ليدل کیږی
د ګوانتانامو د زندان یو صحنه چی بندیان تر مراقبت لاندی ليدل کیږیانځور: dpa

په يوي وينا پاڼه کي چي متحده ايالاتو د پوځ د جنوبي نومي قومانداني له خوا خپره شوي ده، راغلي دي چي، اول ګل چي 48 کاله يي عمر درلود او له 2002 کال څخه را په دي خوا له طالبانو او القاعدي سره د تړواو په تور په ګوانتانامو کي بندي ؤ« د شنبه په ماښام د يو سپورتي تمرين څخه وروسته» مړ شو. په وينا پاڼه کي د هغه مړينه «طبيعي مرګ» ښودل شوي.

په هغي کي وړاندي ويل شوي چي اول ګل د بدني روزني په يو سپورتي ماشين باندي تمرينونه کول او له هغي وروسته د اوبو شاور لاندي ودريد. د شاور نيولو په وخت کي هغه باندي ضعفيت راغي او په ځمکي ولويد.

وينا پاڼه کي چي د فرانس پرس خبري آژانس له واشنګتن څخه تري رپوټ ورکړي زياته شوي ده: «محافظينو سمدلاسه د روغتيايي خدماتو منسوبينو ته خبر ورکړ. هغوي د نوموړي بندي د کوټي بلاک ته ځانونه ورسول، هغوي وليدل چي هغه له خبرو لويدلي دي.»

په رپوټ کي ويل شوي دي چي د روغتيايي خدماتو کارکونکو ډيره هڅه وکړه هغه بيرته په هوښ راوړي، خو بريالي نه شول. له هغي وروسته ډاکترانو وويل چي نوموړي مړ شوي دي.

د متحده ايالاتو د ميامي هرالد ورځپاني رپوټ ورکړ چي اول ګل باندي د زړه حمله راغلي وه او له دي امله مړ شو.

له 2002 کال څخه را په دي خوا چي د ګوانتانامو زندان پرانيستل شوي دي دا اووم بندي دي چي د دغه زندان په دننه کي مړ کيږي. د متحده ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چي د مړه شوو بنديانو له جملي څخه يو څو تنو يي په «ځان وژنه» لاس پوري کړي دي.

د متحده ايالاتو پوځ وويل چي د دغه هيواد د سمندري ځواکونو د جنايي تحقيقاتو د مقرراتو له مخي د اول ګل د مړيني د علتونو په هکله پلټنه پيل شوي ده.ويل شوي دي چي يو مسلمان ديني عالم به پوځ ته د دغه مړه شوي بندي له جسد سره د تعامل په هکله «د ديني او کلتوري حساسو ارزښتونو په پام کي نيولو سره» لارښونه وکړي.

د متحده ايالاتو پوځ ادعا کړي ده چي اول ګل د طالبانو يو غړي ؤ او په جلال آباد کي د يوي پوستي قوماندان ؤ. د هعه پر ضد دا تور هم لګول شوي ؤ چي د القاعدي د شبکی له مشر اسامه بن لادن سره يي تماس درلود.

د متحده ايالاتو پوځ په خپلو ادعاو کي ويلي دي چي اول ګل په خپلو تحقيقاتو کي اعتراف کړي چي له اسامه بن لادن سره يي ليدلي دي او هغه سره يي په ډير عملياتو کي مرسته کړي ده.»

دغه پيښه وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي په ګوانتانامو کي بنديانو په يو لړ سوليزو احتجاجونو لاس پور کړ ترڅو دغه زندان څرنګه چي ولسمشر بارک اوباما وعده کړي وه، وتړل شي.

په زندان کي لا تراوسه 173 کسان بنديان پاتي دي. بشري حقونو او ځينو بهرني حکومتونو د ګوانتانامو زندان غير قانوني ګنلي او هغه يي غندلي دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري