1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو افغان ديپلومات د جاسوسۍ په تور نيول سوی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

د افغانستان استخباراتي ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د بهرنیو چارو د وزارت یو لوړپوړی دیپلومات او نور درې تنه دولتي چارواکي ئې د گاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان له پاره د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

https://p.dw.com/p/14AkU
انځور: Fotolia/julia_freeman

د افغانستان د استخباراتي ادارې ویاند لطف الله مشعل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دی چې دغه کسان په سیمه کې گاونډیو هیوادونو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې نوموړي کسان ئې تر پخو شواهدو وروسته نیولي دي.

د ملي امنیت د ادارې ویاند په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده خو د استخباراتي ادارې یو بل لوړ پوړي چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغو کسانو د پاکستان او ایران له پاره کار کاوه.

نوموړي چارواکي زیاته کړې ده له دغو کسانو څخه یو تن ئې د بهرنیو چارو په وزارت کې لوړپوړی دیپلومات دئ:

«هغه د آسیا د څانگي معاون دئ. او پاته نور کسان ئې په ختیځ ولایت ننگرهار او لویدیځ ولایت هرات کې د دولت مامورین دي.»

هغه زیاته کړې ده چې دغه نیونې یوه میاشت مخکې تر سره شوي دي. د نوموړي چارواکي په وینا دغه دیپلومات او دوو نورو کسانو د پاکستان استخباراتي شبکې ISI ته معلومات ورکول.

د پاکستان پر استخباراتي شبکې تور لگول کیږي چې په پټه توگه له طالبانو سره مرسته کوي.

خو په دې اړه د بهرنیو چارو وزرات کوم غبرگون نه دئ څرگند کړی. د څلورم تن په اړه ویل کیږي چې په هرات کې نیول شوی دئ.


آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل