1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو تن شعيه مذهبه سړی په پاکستان کې په ډزو وژل شوی او يو تن ژوبل دی

۱۳۸۵ اسفند ۱۸, جمعه

يو شعيه فعال د جمعې په ورځ د پاکستان په سرحد آيالت کې په ډزو ويشتل شوی دی. داسې گمان کېږي چې د دغې وژنې لامل به مذهبي تعصبونه وي. دا په داسې حال کې ده چې يوه ورځ وړاندې د سنيانو د يوې منع شوې ډلې يو تن غړی په ورته ډول وژل شوی و.

https://p.dw.com/p/DKF8
د پوليسو په وينا قاتلين په موټر سايکل باندې سپاره وو چې ډزې يې پيل کړې
د پوليسو په وينا قاتلين په موټر سايکل باندې سپاره وو چې ډزې يې پيل کړېانځور: AP
د پوليسو په وينا قاتلين په موټر سايکل باندې سپاره وو چې ډزې يې پيل کړې. دغه پېښه په ډېره اسماعيل خان نومي ښارگوټي کې رامنځ ته شوې ده. يو بل تن په دغه بريد کې ټپي شوی هم دی. شعيه گان په پاکتسان کې د اټکل له مخې 15 په سلو کې برخه شکيلوي. اوسمهال د عاشورا لمانځنې تر سره کېږي چې تر شنبې پورې دوام کوي. د وژنې د تر سره کونکو په ډله کې يو مشکوک کس هم راځي چې ويل کېږي درې کاله وړاندې يې په کويټه کې په شعيه گانو باندې د يو بريد په ترڅ کې 44 تنه وژلي وو.