1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو ماشوم د خپلو والدینو تر مړینې څلور کاله وروسته وزيږېد

۱۳۹۷ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

په چین کې د یوه نوي زیږدلي ماشوم مور او پلار څلور کاله مخکې په یوه ترافیکي پیښه کې مړه شول. د دې ماشوم نيکه گانو او اناگانو د خپلو مړو شوو اولادونو له نطفې څخه د یوه کرایي رحم په مرسته وزېږاوه.

https://p.dw.com/p/2wAVU
Symbolbbild Baby Fuß
انځور: picture alliance/Dinodia Photo Library

تیانتیان د هغه ماشوم نوم دی چې په دې ورځو کې يې په اړه ټوله نړۍ په رسنیو کې په اړه خبرې کیږي. د دغه ماشوم پلار او مور چې چینایي ول، نه شوای کولای چې اولاد وزيږوي او له همدې کبله یې پریکړه وکړه چې د مصنوئي القا په واسطه خپله هیله پوره کړي. په ۲۰۱۳ کال کې په تانجینګ ښار کې یوه روغتون د هغوی نطفې کنګل کړې. خو دغه پلار او مور مخکې له دې چې یو کرایي رحم وموندي په یوې ترافیکي پیښه کې ووژل شول.

تر یوې مودې وروسته دغه مېړه او ماينې پلرونو او ميندو پریکړه وکړه چې له کنګل شوې نطفې څخه د خپل نسل د دوام له پاره کار واخلي. دا چې په چین کې مصنوئي القاع منع ده، نو هغوی په لائوس کې یو رحم په کرایه واخيست. په دې هیواد کې ډیر ناداره میرمنې خپل رحمونه په کرایه ورکوي او له دې لارې پیسې پیدا کوي.

د نوي زیږدلي ماشوم د نيکه گانو او اناگانو بله ستونزه لائوس ته د نطفو لیږدول وه، ځکه هیڅ یو هوايي شرکت چمتو نه وو چې له نایتروجن څخه دغه ډکه کڅوړه په الوتکه کې ولیږدوي. له همدې کبله هغوی د ځمکې له لاري لائوس ته ولاړل.

د نوي زیږدلي ماشوم د ملیت ستونزه

هغې میرمن چې خپل رحم یې په کرایه ورکړی وو باید د تیانتیان د زیږدو پر مهال چین ته تللی وای، ځکه که هغه په لائوس کې نړۍ ته راغلی وای نو چین ته یې لیږد او بیا د هغه د تابعت موضوع ستونزمنه کیده.

په پای کې دغه هلک په چین کې وزیږید او تر ځينو جینیتیکي آزموینو وروسته، د هغه نيکه گانو او اناگانو ته وسپارل شو. د دې ماشوم یوه نیکه ویلي دي چې کله تیانتیان قانوني سن ته ورسیږي نو هغه ته به حقیقت ووایي. هغه زیاته کړې ده چې تر هغه وخته پورې به تیانتیان ته وایي چې مور او پلار یې په بهر کې ژوند کوي.

زموږ له ارشيف څخه: