1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو ټکسي وان څرنگه د تیاتر ستوری سو؟

۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبه

د جنوبي افریقا له دوربان ښار څخه اېم گوما به د ټکسي چلولو پر وخت بدلي هم ویلي او خپل مسافر به یې خوشحاله ساتله. خو اوس هغه دومره مشهوره سوی دی، چي نوبت نه پر کیږي او هر محفل ته وردعوتیږي.

https://p.dw.com/p/3RdIL
Südafrika Menzi Mngoma
انځور: DW/Adrian Kriesch

نه یوازي داچي پر مینڅي اېم گوما باندي نوبت نه کیږي، د هغه تلیفون هم ارام نه لري او ډیر زیات زنگونه ورته راځي. هغه اوس کنسرټونو، شخصي محفلونو او تیاترونو ته دعوتیږي. دی هغه مهال شهرت ته ورسېد، چي یوې مسافرې یوه ویدیو ترې واخيستله او هغه یې په انټرنیټ کي کښیښوله.

که څه هم اېم گوما د سندرغاړي په حیث مسلکي زده کړه نه ده کړې، خو هغه همدااوس لا  د دوربان د موسیقۍ په محفلونو کي برخه اخلي. مینڅي اېم گوماحتی اوس غواړي، د محلي موسیقۍ څخه ځان راوباسي او بين المللي شهرت حاصل کړي، څو په خبره یې ډیري پیسې پیدا کړي.