1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يو څلور کلن افغان د مهاجرو په کښتۍ کي مړ سوی

آژانسونه/زيارمل۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د يونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چي يو څلور کلن افغان مهاجر په آژه درياب کي د مهاجرو په کښتۍ کي مړ سوی دئ. دا اروپا ته د سفر په نيت د يوه کوچني مهاجر د مړيني تر ټولو تازه پېښه ده.

https://p.dw.com/p/1Hwm4
انځور: picture-alliance/AA/B. Akay

د يونان ساحلي ساتونکو د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چي د دغه څلور کلن ماشوم جسد ئې د مهاجرو په هغه کښتۍ کي موندلی دئ چي د دغه هیواد د خيوس ټاپو ته رسېدلې ده. مرسته رسوونکو سازمانونو د دغه کوچني هويت تشخيص کړی دئ، او ويلي ئې دي چي هغه افغان دئ.

ساحلي ساتونکو ويلي دي چي د دغه مړه سوي کوچني کورنۍ په هغو ۶۰۰ کسانو کي وه چي د چهارشنبې په سهار خيوس ټاپو ته رسېدلي دي.

په دغه ټاپو کي تيره ورځ د مهاجرو د نوم ثبتولو مرکز پرانيستل سو. تيرکال د يونان ټاپوگانو ته د اوبو له لاري ۸۰۰ زره مهاجر ورسېدل.

د مهاجرو د نوم ثبتولو دغه شان مرکزونه به، چي «هات سپاتس» ورته ويل کيږي د يونان په نورو ټاپو گانو، لکه ليسبوس، ليروس، ساموس او کووس کي هم پرانيستل سي.

د دغو مرکزونو جوړېدل د اروپايي ټولني د هغه پلان يوه برخه کي ده چي غواړي د مهاجرو هجوم کنترول کړي، اقتصادي مهاجر (په کار پسې راغلي) بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږي او دغه راز د مهاجرو په بڼه اروپا ته د افراطيانو د ورتگ مخنیوی وسي.

اوس پردې باندي هم بحث روان دئ چي يونان دې ته تيار کړي چي له ترکيې څخه ورغلي مهاجر بيرته ترکيې ته ولېږي او ترکيه بې وېزې مهاجر خپل هيواد ته پرې نه ږدي.