1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنو د افغانستان اقتصاد ډیر اغیزمن کړی دی

حسین سیرت۱۳۹۳ مرداد ۲۲, چهارشنبه

د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان له ځنډیدو سره د افغان سوداگرو، پانگوالو او صنعتگرانو شکایتونه هم ډیر شوي دي. هغوی د سوداگرۍ او د فابریکو د کارونو له کمیدو څخه سر ټکوي.

https://p.dw.com/p/1CtSu
انځور: DW/H. Sirat

ولسمشرۍ ته دواړو نوماندانو د خپلو کمپاینونو پر مهال ژمنې کړې وي چې د خلکو اقتصادي وضعیت به ښه کړي. خو اوس پانگوال او سوداگر وايي چې دغو دوو نوماندانو د ټاکنیزو جنجالونو له اوږدولو سره د افغانستان اقتصاد ته سخته ضربه وهلې ده.

د افغانستان د سوداگرو او پانگوالو ټولنې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پر دواړو نوماندانو، د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون، ولسمشر کرزي او نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې روانو سیاسي شخړو ته د پای ټکی کیږدي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت د متشبثینو د بورد مشر رحم الدین حاجي آغا، په دې خبري کنفرانس کې وویل: «سلو فابریکو سقوط کړی دی. کله چې سل فابریکې کار بند کړي او په هرې یوې کې یې ۲۰ کسان په کار بوخت وي نو په دې ترتیب سره ۲۰۰۰ کسان بیکاره شوي دي.»

د ساختماني توکو سوداگر وایي له دې کبله چې په افغانستان کې پر راتلونکې باندې اعتماد کم شوی دی نو خلک نوې ودانۍ نه جوړوي او په دې ترتیب سره د هغوی کاروبار هم کم شوی دی.

د اوسپنې پلورونکو ټولنې شمیرې ښيي چې په ۱۳۹۱ کال کې افغانستان ته ټول ټال ۴۰۰ ټنه اوسپنه راوارده شوې وه خو دغه شمیره د ۱۳۹۲ کال په لومړۍ نیمایي کې پنځوس سلنه رالویدلې ده.

دغه ټولنه همداراز وایي چې تر دې مخکې به هر کال افغانستان ته ۱۷۵ ټنه سمنت واردیدل خو سږ کال دغه شمیره ۳۰ ته رالویدلې ده.

د افغانستان د اوسپنه پلورونکو د ټولنې مشر حاجي محمد گریزي وویل: «زموږ په هیواد کې د سوداگري اوسنۍ وضعیت ډیر خراب دی. زموږ ډیر شمیر سوداگرو خپلې پانگې له هیواد څخه بهر لیږدولي دي. کارونو سقوط کړی دی. زموږ مشران دې پر موږ باندې رحم وکړي.»

د صنعت خراب وضعیت

د صنعت گرانو ټولنه وایي چې د خلکو د پیریدنې قدرت راټیټ شوی دی او له دې کبله د هغوی تولیدات په گدامونو کې ذخیره کیږي.

د صنعت گرانو د ټولنې مرستیال عبدالرحیم فیضان، وویل: «ټولې فابریکې له سختو ستونزو سره لاس او گریوان دي. یو شمیر فابریکو خپل کارکوونکي کم کړي هم دي او یو شمیر نورو بیا د خپلو کارکوونکو معاشونه راټیټ کړي دي.»

یو شمیر سوداگرو اندیښنه څرگنده کړه چې د ټاکنیزو جنجالونو دوام کیدای شي په بازارونو کې د خوراکي توکو کمښت رامنځ ته کړي او په پایله کې به یې قیمتونه ډیر لوړ شي.

دغو سوداگرو گواښ وکړ چې د پانگونو له کمیدو سره کیدای شي بیکاري او فقر لا پسې ډیر شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب