1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکني او د چاپي رسنيو تود بازار

حسين سيرت۱۳۹۲ اسفند ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې، د چاپي رسنیو په ډله کي نوري په لسونو ورځپاڼې او اوونیزي اضافه شوي دي. په کابل کې د ورځپاڼو د خرڅلاو غرفې په داسې ورځپاڼو ډکې دي چې د کاندیدانو رنگه انځورونه یې پر لومړي مخ چاپ دي.

https://p.dw.com/p/1BMtv
انځور: dapd

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتووالی او د نړیوالو له لوري د مالي مرستو د کمښت له کبله د چاپي رسنیو فعالیتونه محدود شوي او د رسنیو مدافعینو انديښنه ښوولې ده چې ډیري چاپي رسنۍ به د بودجې د نه شتون له کبله له خپلو فعالیتونو ولویږي.

د «انتخاب» ورځپاڼي مسئول مدیر سید رحمت الله نهضت، وایي په هغه صورت کې چې مالي توان و نه لري، کولای نشي چي تر ټاکنو وروسته دغه ورځپاڼه چاپ کړي: «یو شمیر رسنۍ دي، چې د خپلو امکاناتو پیسې، د نشر او خرڅلاو تر څنگ د اعلانونو د جذبولو له لارې تر لاسه کوي. موږ هم دغسې وضعیت لرو. دغه رسنۍ لږ عمر لري. که پیسې ولرو گڼه چاپوو او که پیسې نه وي بیا گڼه هم نه چاپیږي.»

د افغانستان عادي رسنې له موسمي رسنیو سره چې د ټاکنو پر مهال په فعالیت پیل کوي توپیر لري. هغه رسنۍ چې په دوامداره توگه کار کوي په ساده ډول یعنې تور او سپین چاپیږي او پر دې سربیره د کاغذ کیفیت یې هم ښه نه وي، خو په اصطلاح انتخاباتي رسنۍ د کاندیدانو انځورونه رنگه چاپوي او د دغو رسنیو یو شمیر د کاندیدانو د سیاست او پروگرامونو ویندوي هم کوي.

د افغانستان چاپي رسنې لا تر اوسه پوري کولای نشي چې د ورځپاڼو د خرڅلاو او د اعلانونو د جذبولو سره سره د خپلو فعالیتونو لگښتونه پوره کړي او په دوامداره توگه فعالیت وکړي. د دغو رسنیو مسئولان وایي چې د کانديدانو د پروگرامونو په نشرولو سره د ورځپاڼې د چاپ او نشریدو لگښتونه د کاندیدانو له ټاکنیزو مرکزونو څخه تر لاسه کوي.

د «کابل پوسټ» په نامه ورځپاڼې مسئول مدیر نجیب اخلاقي، وایي: «زموږ رسنۍ په واقع کې د پوهاوي سیاست تعقیبوي. موږ هڅه کوو که چیري انتخاباتي پروگرام هم وي، موږ په ټاکنو کې د دیموکراسۍ، د خلکو د حضور او مشارکت ارزښتونه مطرح کوو.»

ښاغلی اخلاقي زیاتوي هڅه کوي چې د اعلانونو د جذبولو او د کاندیدانو د انځورونو او پیغامونو په نشرولو سره، د کابل پوست د فعالیت ادامه تضمین کړي.

زیاتره ورځپاڼې چې د ټاکنو په ورځو کې خپل فعالیتونه پيلوي، د هغوی د لگښتونو پیسې د کاندیدانو له خوا ورکول کیږي او د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته د افغانستان د مطبوعاتو په بازار کې بیا د دغو رسینو هډو څرک نه لگیږي.

د دوامدار کاره فرصت

خو یو شمیر رسنۍ چې د ټاکنو په پیسو یې خپل فعالیتونه پیل کړي دي هیله من دي، چې تر ټاکنو وروسته به هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د «تحول» په نوم ورځپاڼه له دغو ورځپاڼو څخه ده، چې د پښتو او دري ژبو تر څنگ په ازبکي ژبه هم نشرات لري. د دغه ورځپاڼې د ازبکي ژبې محتوا، د افغانستان ازبک میشتې په دې قادروي چې د ټاکنو او کاندیدانو په اړه لا ډیر څه ولولي.