1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تر نیمايي ډیر شکایتونه رد کړي

۱۳۹۸ دی ۲۴, سه‌شنبه

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایې چې نژدې لس زره شکایتونه یې رد کړي دي. د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په تړاو ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي ول، خو تر نیمايي ډېر یې ولې رد شول؟

https://p.dw.com/p/3WC31
Afghanistan Wahl | Zählung von Wahlstimmen in Herat
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایې، په ولایتونو کې د شکایتونو ارزونې ښيي چې ۹۸۶۶ ټاکنیز شکایتونه له لېسته واېستل شي. د دغه کمېسیون مشرې زهره بیان شېنوارې نن سې شنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۱۴مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «له ثبت شویو ۱۶۵۴۵ شکایتونو، ۹۸۶۶ یې موجه شکایات نه ول او دغه راز د اثبات له پاره یې هم مدارک او اسناد نه وو، نو ځکه رد شول.»

په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څېړنو په پایله کې د ۱۰۹ محلونو رایې باطلې شوي، د ټاکنیزو ټګیو په تور ۷۵ کسان نغدي جریمه شوي او دغه راز ۷۵ ټاکنیز کارکوونکي هم له دندو ګوښه شوي دي.

تر ۵ زرو ډېرو محلونو د رایو بیا شمېرنه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د وروستیو مالوماتو پر بنسټ، په شاوخوا ۲۱ ولایتونو کې به د ۵۳۱۶ محلونو رایې له سره وشمېرل شي.

د کمېسیون مشرې شینوارې وویل: «ولایتي دفترونه وتوانېدل په خپله قانوني موده کې چې ۱۵ ورځې ټاکل شوې، په ټولو ولایتونو کې څېړنې بشپړې کړي او په اړه یې ټاکنیزو ډلو ته پریکړې ابلاغ کړي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون زیاتوي چې تراوسه په ۱۷ ولایتونو کې د ولایتي دفترونو د پریکړو په اړه ۷۶۹ استینافي شکایتونه ثبت شوي دي.

ټاکنیزې ډلې درې ورځې نور وخت هم لري چې که چېرې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتي دفترونو پر پریکړو قناعت ونه لري، خپل استنیافي شکایتونه مرکزي کمېسیون سره ثبت کړي.

ټاکنیزې ډلې یې په اړه څه وايي؟

د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیزه ډله، چې په لومړنیو پایلو کې یې تر۵۰ سلنه ډیرې رایې ګټلې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر ځینو ولایتي پریکړو قناعت نه لري.

د دې ډلې د حقوقي کمېټې رئیس محمد اجمل هوډمن دویچه ویله ته وویل، د محلونو د ابطال او د رایو د بیا شمېرنې په برخو کې یې خپل استنيافي شکایتونه ثبت کړي.

نوموړي زیاته کړه: «په بدخشان کې د ۶۲ محلونو د رایو ابطال په اړه مرکزي کمېسیون ته ناسم راپور ورکړل شوی وو، چې په اړه مو له ولایتي دفتر سره اړیکه ونېوله، چې په اصل کې دا ۶۲ محلونه بیاشمېرنې ته تللي نه ابطال ته.»

Präsidentschafts-Wahlen in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرتوب د ثبات او همپالني ډله، د ۲۰۱۹ میلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو بله مخکښه ډله ده.

په لومړنیو پایلو کې ښاغلي عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه رایې خپلې کړي دي.

د دې ټاکنیزې ډلې یوه ویاند سید ظاهر مطهري دویچه ویله ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له هغو پریکړو ملاتړ کوي چې له قانون سره سمې ابلاغ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د ځینو فیصلو په اړه موږ هم ملاحظات لرو د استنیاف غوښتنې له پاره تخنیکي ټیم چمتوالی نیسي او په ځینو مواردو کې مو استنیافي شکایات ثبت کړي هم دي، خو دا لړۍ درې ورځې دوام کوي.»

هاخوا د ټاکنیزو چارو ځيني کتوونکي وايي له لومړنیو پایلو په دومره شمېر شکایتونه ثبتېدو د شکایتونو ارزونې بهیر خورا پیچلی اواوږدمهاله کړی دی.

د ټاکنو کمېسیون د دارلانشاء یوه پخواني رئيس امام محمد وریماچ دویچه ویله ته وویل، تر ۹ زرو ډیرو شکایتونو ردېدل په دې مانا دي چې ډیر شکایتونه له اسنادو پرته ثبت شوي وو.

ښاغلي وریماچ زیاته کړه چې ټاکنیز کمېسیونونه باید د ټاکنیزو ډلو فشارونه او فرمایشونه ونه مني او د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلانولو پروړاندي ګړندي ګامونه واخلي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تېر ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۲۸ نیټه وشوې، د دغو ټاکنو لومړنی پایلې شاوخوا دوې اونۍ وړاندې اعلان شوي دي، خو د وروستیو پایلو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۲۰ ورځې نور وخت هم لري.

خو لویه پوښتنه داده چې ایا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به په دغو شلو ورځو کې د ټولو شکایتونو په اړه خپلې ارزونې بشپړې کړي؟

اسماعیل شاکر – کابل