1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ټاکنیز کمیسیونونه دې د ټاکنو د روڼتیا ډاډ ورکړي»

۱۳۹۶ اسفند ۲۸, دوشنبه

د «افغانستان» څیړنیزې موسسې د پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو په اړه یوه سروې کړې ده. د سروې پایلې ښيي چې افغانان په تیرو ټاکنو کې پر جنجالونو سربیره هم، انتخابات د کړکیچ د مخنیوي یوازنۍ لار بولي.

https://p.dw.com/p/2uaCy
Afghanistan Wahlen Stimmen werden neu ausgezählt
انځور: Reuters

د دې موسسې تر ټولو مهم وړاندیز دا دی چې دولت او ټاکنیز کمیسیونونه باید د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې خلکو ته ډاډ ورکړي چې د انتخاباتو په بهیر کې به هیڅ ډول لاس وهنه و نه شي او دا چې د خلکو له رایو پرته به بل هیڅ معیار د ټاکنو برخلیک و نه ټاکي.

دغه څیړنه د مرکو او سروې د روش له لارې ترسره شوې ده چې په ترڅ کې یې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې له ۳۱۴ کسانو سره مرکې شوي دي. د څیړنې د ۴۵ سنله ګډونوالو په حواله د افغانستان له روان کړکیچ څخه د وتلو یوازنۍ لار ټاکنې دي.

د څیړنې ګډونوالو ویلي دي چې که په ټاکنو کې د خلکو رایې له پامه وغورځول شي او یا ټاکنې ترسره نه شي نو افغانستان به له نویو کړکیچونو سره مخامخ شي.

د افغانستان د څیړنیزې موسسې مرستیال خالد مقصودي، دویچه ویله ته وویل: «د پوښتل شوو کسانو یوه اندیښنه د ټاکنو د کمیسیون نه خپلواکي او د حکومت لاسوهنه وه.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، ټینګار کړی دی چې د ټاکنو کمیسیون په خپلو کړنو کې خپلواکه دی او د حکومت په ګډون هیڅ بنسټ نه شي کولای چې د فشارونو په پایله کې د ټاکنو پایله په خپله ګټه تمامه کړي.

په څیړنه کې موندل شوې ده چې ډیری افغانان اندیښنه لري چې د ټاکنو کمیسیون چارواکي دا وړتیا نه لري چې رڼې او د منلو وړ ټاکنې ترسره کړي. د څیړنې ۴۱ سنله ګډونوالو ویلي دي چې د ټاکنو د کمیسیون پر خپلواکۍ باندې باور نه لري. دغو کسانو ټینګار کړی دی چې په ټاکنو کې د روڼتيا راتلو په موخه باید لا پیاوړي میکانیزمونه رامنځ ته شي.

د مقصودي په خبره د سروي ګډوانوالو د ټاکنو پر شفافیت باندې ټینګار کړی دی: «ګډونوالو تر ډیره پورې د ټاکنو پر روڼتيا، د ټاکنو له پاره د لا ښو تخنیکي امکاناتو او د کمیسیون د کارکوونکو د ظرفیت پر لوړولو باندې ټینګار کړی دی.»

په دې څیړنه کې ۲۵ سلنه ګډونوالو د ټاکنو په اړه هیڅ نظر نه دی لرلی. د افغانستان د څیړنیز مرکز چارواکي په دې اړه اندیښنه ښيي او وایي چې لامل یې په تیرو ټاکنو کې رامنځ ته شوي جنجالونه دي.

د افغانستان څیړنیز مرکز د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو له پاره د یوې جامع ټاکنیزې برنامې، د نړیوالې ټولنې له خوا د تخنیکي امکاناتو د برابرولو، د کمیسیون د ظرفیت لوړولو او په ملي کچه د ټاکنو په اړه د معلوماتي کمپاینونو په لاره اچولو وړاندیزونه کړي دي.

د رای ورکوونکو نوم ثبتولو ته چمتوالی

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم د رڼو انتخاباتو پر ترسره کیدو باندي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې هیڅ بنسټ باید د ټاکنو د پایلې د بدلولو له پاره پر ټاکنیز کمیسیون باندې فشار را نه وړي.

دې کمیسیون ویلي دي چې د انتخاباتو کمیسیون باید په ټاکنو پوري تړلي چارې په خپلواکه توګه پر مخ یوسي چې پر ټاکنو باندي یو ځل بیا د خلکو اعتماد رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې د یوې میاشتې په موده کې به د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو لړۍ پیل شي. هغه کتابچې چې پرې د رای ورکوونکو مشخصات ثبتیږي په چین او عربستان هیوادونو کې چاپ شوې دي او اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته رسیدلي دي. چارواکو ویلي دي چې د رای ورکوونکو د نوم ثبتولو لړۍ به د حمل میاشتې په پایل کې پیل شي او دوې میاشتې به دوام وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون روښانه کړې ده چې په راتلونکې کال کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو له پاره قوي اراده لري. خو د کمیسیون تر ټولو لویه اندیښنه په افغانستان کې ناامني ده. دې کمیسیون ویلي دي چې ټاکنې یوازې په هغه صورت کې ترسره کیدای شي چې د افغانستان امنیتي بنسټونه په دې برخه کې همکاري وکړي.

ح.همراز/ کابل