1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټول انسانان آزاد اوپه يوشان کرامت او حقونو نړی ته راغلی دی

۱۳۸۷ شهریور ۲۸, پنجشنبه

په عربی نړی کې د بشری حقونو يوه عربی ټولنه د بشری حقونود کارکوونکو له کار څخه ملاتړ کوی.

https://p.dw.com/p/FKVG

له ښکلو خبرو نه به څه لاسته راشی، کله چې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د منشور توکي په ډیرو هيوادونو کې نه پيژندل کيږی او حکومتونه يې هغه نه مراعاتوی؟ د بشری حقونو عربی ټولنه چې مقر يې په بيروت کې دﺉ، هغه ميرمنې او نارينه چې غواړی خپله راتلونکې په خپل لاس کې ونيسی، که دميرمنو کور په لبنان کې وی، ياپه مصر کې له مظلومو ميرمنو سره حقوقی مرسته، او يا هم په اردن کې د بشری حقونو د وکيل په توګه له زده کوونکو سره مالی مرسته وی، هڅوی. د ملی مرستو تر څنګ ټولنه حقوقی مرستې هم وړاندې کوی. د بشری حقونو دعربی ټولنې مشر فواد همدان وايي « ديموکراسی او بشری حقونه د سوغات په توګه نه ورکول کيږی». په عربی نړی کې که څوک په دې لار کې خدمت کوې نو خپل ژوند په خطر کې اچوی.

په عربی نړی کې د بشری حقونو د لومړنی ټولنې شعار دی:«ټول انسانان آزاد اوپه يوشان کرامت او حقونو نړی ته راغلی دی.» دا د بشری حقونو د اعلاميې لومړی جمله ده چې د 1948 زيږديز کال د دسامبر د مياشتې په لسمه نيټه د ملګرو ملتونو په عمومی غونډه کې تصويب شوه.

په عربی نړی کې د بشری حقونو کار يوه ټوده موضوع ده.
په عربی نړی کې د بشری حقونو کار يوه ټوده موضوع ده.انځور: AP

د شکايت وخت تير شوی دی

د بشری حقونو عربی ټولنه له حکومت څخه له ناپيلو ټولنوسره مرسته کوی.

په عربی نړی کې د بشری حقونو کار يوه ټوده موضوع ده. هغه ډلې چې د بشری حقونو او يا ديمکراسی لپاره کار کوی، پيسو ته اړتيا لری، څه شی چې تر اوسه په اروپا یا د امريکې په متحدو ايالتونوکې ، مرستندويو بنسټونو او يا حکومتی ادارو درلودل.

د بشری حقونو دعربی ټولنې مشر فواد همدان وايي: « د موږ د بشری حقونو د عربی ټولنې په توګه لومړنی ټولنه يو چې دلته په عربی نړی کې يې د يوه عربی مديراو عربی څارونکې شورا په درلودو سره بنسټ ايښوودل شوی دی. چې له عربی نړی څخه د عربی نړی د خلکو ملاتړ کوی.»

آلمانی - لبنانی فواد همدان چې د بشر د حقونو او طبيعيت شوقی ساتونکی دی، وايي چې په عربی نړی کې د بشری حقونو ټولنه عربان او د دوی ستونزې ښې درک کولای شی. دی چې ژورنالیستيکې زده کړې لری په لبنان کې يې د «ګرين پيس» یا شنې سولې سازمان جوړ کړ او خپله يې هم مخکې په هامبورګ کې د ګرين پيس د چاپيريال په نړيوال سازمان کې کار کاوه. مخکې له دې چې فواد همدان په عربی نړی کې د بشری حقونو د ټولنې مشری په غاړه واخلی، په بروسل کې يې د «د ځمکې د ملګرو» د چاپيريال د ساتنې د سازمان مشری کوله.

»کله چې څوک په عربی نړی کې د ربړپر ضد او د ښځو يا ماشومانو دحق لپاره کار کول غواړی، بيانو هيخوک نه شی موندلای چې ددې لپاره پيسې ورکړی. ځکه هغه ويريږی. څوک چې کومې ډلې ته چې د بشری حقونو لپاره کار کوی پيسې ورکړی، له حکومت سره به ستونزې پيدا کړی، ځکه د عربی نړی د ټولو هيوادونو حکومتونه ديکتاتوران دی يا څلورمه برخه ديموکرات يا هم نيمايي ديموکرات دی چې ټول بشری حقونو ته زيان رسوی.«

نه يواځې د عربی نړی د بشری حقونو د ټولنې وړانديز بلکې د هغې نوم، انسان ته ښيی چې مخ په وړاندې ټوپ وکړی. فواد همدان وايي:

»موږ په عربی نړی کې ډير دې ته کاږل کيږو چې زموږ د ټولو ستونزوملامتيا په نورو واچوو. موږ ډير لږ توانيدلی يو چې دننه وګورو او ووايو هوکې دا هغه څه دی چې يي خپله بدلولای شو. موږ بايد وړاندې وګورو او تل شکايت ونه کړو.«