1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ټول ځواکونه بايد دنافذه قوانينو او مقرراتو رعايت وکړي

۱۳۸۷ اسفند ۸, پنجشنبه

په هره اندازه چه په افغانستان کښي امنيتي وضع خرابيږي، نو په هغه اندازه بشري بنيادي حقونه هم تر پښو لاندي کيږي .

https://p.dw.com/p/H23y
د آيساف اوناټو قواوي د ګزمې په حال کښي
د آيساف اوناټو قواوي د ګزمې په حال کښيانځور: AP

ددويچي ويلي دآلمان غږ دراډيو دپښتو او دري څانګي مشر ډاکتر سيد موسي صميمي نن په آلمان کي د امنيسټي انترنېشنل aiپه نامه دبشر دحقونو دپلوي سازمان داستازې ميرمن Harpe سره په دي هکله يوه مرکه کړې چي ولي په افغانستان کي په دې وروستيو وختونو کي دپوځي عملياتو په وخت کي دملکي وګړو دتلفاتو شمير مخ پر زياتيدو دی .

ميرمن هرپر په ځواب کي وايي چي،

«هو داخبره ai تايدوي چي په دې ورستيو وختونو کي په افغانستان کي دپوځي عملياتو په وخت کي دملکي خلګو بنيادي حقونه تر پښو لاندي شوي دي . موږ په دې وروستيو مياشتو کي په افغانستان کي دهغه مهاجرينو په اړه څيړني کړيدي چي په هيواد کي دننه دپوځي عملياتو له امله نورو سيمو ته تښتيدلي دي . په تيره بيا دژمي په موسم کي ددغه مهاجرينو دژوندانه وضع ډيره دانديښنې وړ ده او داخبره سړی په ډاګه کولاي سي چي په افغانستان کي هم لکه دنوروجګړه ځپلو سيمو په شان دبشري بنيادي حقونو دژغورني مساله دامنيتي مسايلو سره تړلي مساله ده . او داچي په افغانستان کي امنيتي وضع خرابه سوې ده ، نو په نتيجه کي بشري بنيادي حقونه هم تر پښو لاندي شوي دي . »

اوبيا کله چي صميمي د ai داستازي څخه داپوښتنه کوي چي نړيوالي ټولني افغانستان ته دنړيوال سوله ساتونکو ځواکونو په ليږلو سره په دغه هيواد کي د خلګو دامنيت دساتلو مسؤليت پر غاړه اخيستی دی، په داسي حال کي چي دپوځي عملياتو په زياتيدلو سره دملکي وګړو تلفات هم ډير شوي او دملګرو ملتو داحصايوي ارقامو په استناد يوازي په تير کال کي دجګړو په بهير کي څه نا څه 800 ملکي کسان وژل سوي دي . اوس امريکايان غواړي چي افغانستان ته تر 17000 پوري نور عسکر هم واستوي . ددې پوښتني په ځواب کي ميرمن هرپه وايي چي،

«نه يوازي امريکايان بلکي آلمانان هم غواړي چي په افغانستان کي دخپلو عسکرو شمير ډير کړي . نو د ai دسازمان جدي غوښتنه داده چي بايد داسي يوه لاره غوره سي چي په دغه هيواد کي دپوځي عملياتو به بهير کي دملکي وګړو دتلفاتو مخنيوی وسي او ددغه پيښوګوماني مسؤلين دي تر قانوني پوښتني لاندي ونيول شي . البته نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونه به تر اوسه هم دې مسالې ته پاملرنه کړې وي،خو په افغانستان کي دپوځي عملياتو په وخت کي دملکي خلګو دتلفاتو دورځ په ورځ زياتيدلو له امله افغانانو ته دا مفکوره پيدا سوې، چي بهرني ځواکونه په دغه هيواد کي دنافذه قوانينو او مقرراتوپابنده نکوي .له دې امله زمونږ جدي غوښتنه داده چي په افغانستان کي بهرني ځواکونه بايد دټولو نافذه قوانينو او مقرراتو رعايت وکړي .

دصميمي ددې پوښتني په جواب کي چي د 2008 ميلادي کال دجنورۍ په مياشت کي دوه وروڼه عبدالحبيب او محمد علي چي دپوځي ځواکونو دعملياتو په وخت کي وژل سوي وه ، ai ددغي فقرې په هکله څيړني کړي، آيا دغه څيړني کومي نتيجي ته رسيدلي دي ؟

ميرمن هرپه وايي چي،

«هو په دې اړه موږ او دبشر دحقونو نورو پلوي سازمانونو څيړني کړي دي ،چي په دې باب زموږ په کلني رپوټ کي هم معلومات خپاره شوي دي . دغه دوه وروڼه د 2008 ميلا دي کال دجنورۍ په مياشت کي کله چي دشپي له خوا کورونه لټول کيده ، وژل شوي او پر دوي باندي د ډير نژدې څخه ډزي شوي . زمونږ دڅيړنو دنتايجو څخه داسي څر ګنديږي چي دوی مسلح نه وه، او ددوی په کور کي سلاوي هم ندي موندل شوي . خو بيا هم لا تراوسه ددغي پيښي اصلي ګرم کسان ندي موندل شوي .

او بيا ددي پوښتني په ځواب کي چي ai وايي په راتلونکي کي دملکي قربانيانو دفقرو دپاره دي بايد په لازمو حقوقي اقداماتو لاس پوري کړای سي ، د ai مطلب له دې غوښتني څخه څه شی دي ، ميرمن هرپه په جواب کي وايي چي،

«د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAF په چوکاټ کي به داسي يوه اداره منځ ته راسي چي دملکي قربانيانو دفقرو څارنه وکړي ،خو مونږ وايو چي نه يواځي بايد د ISAF بلکي د Induring Freedom او دافغان امنيتي ځواکونو دپاره هم داسي يوه اداره وي چي دغه راز پيښي او دهغه قانوني وروستي اړخونه وڅاري .