1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلمان د مخابراتي شرکتونو پر مشتريانو لس سلنه مالیه لغو کړه

۱۳۹۶ مهر ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان پارلمان د چهارشنبې په ورځ د مخابراتي شرکتونو له پیرودونکو څخه د ۱۰ سلنه مالیې اخیستل لغو کړل. اوس نو باید د سنا مجلس په قانون کې راغلي دغه بدلون تصویت کړي چې پیریدونکي له دغې مالیې خلاص شي.

https://p.dw.com/p/2ldnn
Handy-Nutzung in Afghanistan
انځور: AP

آن دوه کاله مخکې، کله چې افغان حکومت د مخابراتي شرکتونو پر پیریدونکو باندې د ۱۰ سلنه مالیاتو قانون وضع کړ، نو د افغانستان په کچه یې غبرګونونه راوپارول. ډیری پیریدونکو دغه قانون عادلانه نه بله خو حکومت بیا ټینګار کاوه چې د مالیاتو ټولولو له لارې کولای شي چې خپلو اتباعو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

د قانون له پلي کیدو سره سم، د هغه په برخه کې د فساد په اړه اندیښنې هم رامنځ ته شوې چې له کبله یې یو شمیر لوړپوړي چارواکي آن له خپلو دندو څخه کوښه هم شول.

اوس پارلمان دغه قانون د مخابراتي شرکتونو پر پیریدونکو باندې د ۱۰ سلنه مالیاتو د راټلولو او لګښت په بهیر کې د شفافیت د نه شتون له کبله لغوه کړی دی. په پارلمان کې د غزني ولایت استازي عارف رحماني له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «نن غونډې پریکړه وکړه چې د دغه قانون هغه مواد چې له مخې یې د کریدت کارتونو لس سلنه د مالیې په توګه اخیستل کیږي، لغو کړي.»

اوس نو په قانون کې دغه راغلي بدلونونه د سنا مجلس ته د تصویب په موخه استول کیږي او تر هغه وروسته به نور د مخابراتي شرکتونو له پیریدونکو څخه لس سلنه مالیه نه اخیستل کیږي.

د رحماني په خبره، پارلمان ځکه د دې قانون د لغوه کولو پریکړه وکړه چې په دې بهیر کې د شفافیت د نه شتون له کبله ډیرې پیسې ورکې دي. هغه وویل: «د وړاندې شویو معلوماتو له مخې شوي تخمینونه ښيي چې په تیرو دوو کلونو کې دولت باید له دې لارې اووه میلیارده افغاني عاید لرلی.»

د پارلمان دغه غړي ادعا وکړه چې پر دې سربیره باید له لسو څخه بیا تر شلو میلیاردو پورې نورې افغانۍ هم راټولې شوې وای خو اوس د عوایدو یوه برخه ځکه لادرکه ده چې د بیلابیلو لاملونو له کبله دغه مالیه پر ټولو سیم کارتونو باندې نه وضع کیږي او ورکې شوې پیسې د مخابراتو په سکتور کې د مافیایي کړیو تر منځ لاس په لاس شوې دي.

د قانون د لغو کولو له پاره د پارلمان بل لامل د ترلاسه شویو پیسو په لګښت کې د شفافیت نه شتون په ګوته شوی دی. رحماني وویل: «موږ نه پوهیږو چې په راټولو شویو پیسو څه شوي دي.»

زموږ له ارشیف څخه: