1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پارلمان د ۱۳۹۱ کال بودجه تصویب کړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲, شنبه

ولسي جرګې له دوو ځلو ردولو وروسته، د شنبې په ورځ د ۱۳۹۱ کال مالي بودجه تصویب کړه. تر دې مخکې د بودجې د نه منلو اصلي دلیلونه د نه توازن او بنسټیزو سکتورونو ته د توجه نه کول په گوته شوي ول.

https://p.dw.com/p/14iyy
انځور: AP

په ټول ټال دول د ۱۳۹۱ کال بودجه پنځه میلیارده ډالر ده. د افغانستان حکومت او پارلمان د څو اونیو راهیسی د بودجي پر سره خبرې اترې کولې. د پارلمان غړو پر دې نیوکه درلودله چې ولي ډیر پیسي جمهوري ریاست ته بیلې شوي دي.

له بلې خوا د ولسي جرګې غړو پر دې هم نیوکه کوله چې ولې په ملي بودجه کې ۸۰ میلیونه ډالر کابل بانک ته بیلې شوي دي.

په ولسي جرګې کې د خلکو استازو ویل چې د کابل بانک پیسي باید د دولت له خوا ور نه کړل شي. هغوی زیاتوله چې د دغه بانک پیسي باید له هغو کسانو څخه واخیستل شي چې د کابل بانک د سقوط لامل شوي دي.

د ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې یو شمیر استازو تأکید کاوه چې هغه کسان چې د کابل بانک د سقوط لامل شوي دي باید د دغه بانک پیسي بیرته ورکړي.

د دولت لوړپوړو چارواکو پورې تړلي کسان او د پارلمان یو شمیر غړي د کابل بانک د پوروړو کسانو په توگه پیژندل شوي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت له هغو پیسو څخه چې د افغانستان د ملي بانک له خوا کابل بانک ته ورکول کیږي یوازې ۱۵ میلیونه ډالر د بودجې په نوې وړاندیز کې راکمې کړي دي.

د ولسي جرگې استازو همداراز ټینگار کاوه چې جمهوري ریاست ته بیله شوې بودجه باید نیمه شي خو د افغانستان د مالې وزارت وویل چې دا کار ځکه امکان نه لري چې مرسته کوونکي هیوادونه ورسره موافق نه دي.

د استازو همداراز ویل چې بودجه په متوازن ډول ټولو ولایتونو ته په پام کې نه ده نیول شوې. هغوی ټینگار کاوه چې د هغې لویې لارې له پاره چې کابل له هرات سره وصلوي باید ځانگړې بودجه بیله شي.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: شمس الرحمان ناصر