1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاريس په وينو لژند

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

په پاريس کي بې سارو تروريستي بريدونو او چاودنو په لسونو انسانان ووژل. د فرانسې جمهور رئيس فرنسوا اولاند بېړنی حالت اعلان کړی. ويل کيږي چي تر ۱۲۰ پوري انسانان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1H5d1
Frankreich Terror in Paris Bataclan Trauer IMAGE OF THE DAY
انځور: Reuters/C. Hartmann

په پاريس کي تيره شپه پر اوو ځايونو وسله وال يرغلونه او چاودني وسوې. تر ټولو خونړۍ ئې د ښار په دننه کي د «باتا کلان» پر کنسرت سالون باندي وه، چي نژدې ۱۵۰۰ انسانان پکښې راټول سوي ول. په دغه سالون کي وسله والو په لسونو انسانان يرغمل کړي ول.

د شپې په نيمايي کي پوليسو پر سالون باندي هجوم ور وړ او وسله والو خپل ځانونه پخپله ووژل. سالون ته د پوليسو تر ننوتلو وروسته چارواکو ويلي دي چي هلته تر لسو پوري انسانان وژل سوي دي. په وژل سوو کسانو کي څلور تنه وسله وال دي چي ويل سوي درو ئې په ځان پوري تړلي د چاودېدونکو موادو ډک کمربندونه چولي او بل ئې خپله ځان وژلی دئ.

يوه عيني شاهد د فرانس انفو راډيو ته ويلي دي چي وسله والو کسانو په سالون کي د «الله اکبر» نارې وهلې او له يوه مخه ئې فايرونه کول.

د کنسرت سالون قربانيان
د کنسرت سالون قربانيانانځور: Getty Images/T. Chesnot

د پاريس په شمال کي دي فرانس لوبغالي ته نژدې چي د آلمان او فرانسې د ملي لوبډلو دوستانه لوبه پکښې روانه ول هم دوې ستر چاودني وسوې چي د پوليسو د معلوماتو له مخه څلور انسانان پکښي ووژل سول چي درې ئې ترهګر دي.

دا چي د دغو نوخړيو يرغلونو تر شا د چا لاس دئ تر اوسه لا روښانه نه ده. خو د کنسرت د سالون عيني شاهد پيرې ژنستيک ويلي دي چي وسله والو کسانو په سالون کي ول چي دا ئې په سوريه کي پر افراطي ډلي «اسلامي دولت» باندي د فرانسې د هوايي بريدونو په غچ کي کړی دئ.

د کنسرت ځای د چارلي ابدو مجلې دفتر ته نژدې دئ. پر دغه دفتر څو مياشتي دمخه تروريستي يرغل وسو او د مجلې څو کار کوونکي ئې ووژل.

يو عيني شاهد چي د کنسرت له سالونه په تېښته بريالی سوی، ويلي دي چي وسله والو په سالون کي پر انسانانو باندي لس دقيقې فايرونه وکړل. هغه ويلی دي چي ۲۰مړي ئې پخپله ليدلي دي او يو انډيوال ئې په سالون کي پاته دئ.

د لوبغالي کي بند پاته سوي
د لوبغالي کي بند پاته سويانځور: picture-alliance/AP Photo/C. Ena

د جمعې په ورځ داسي خبرونه خپاره سول چي په هغه هوټل کي چي د آلمان فوټبال لوبډله اوسېده بم ځای پر ځای سوی، خو وروسته بيا څه نه وموندل سوه.

په پاريس کي د آلمان او فرانسې د دوستانه لوبي نندارې ته د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند او د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير هم ورغلي ول. خو لوبغالي ته نژدې تر دوو ستر چاودنو وروسته چي په تلويزيون هم واورېدل سوې دواړه د ننداره کوونکي له کتاره ووتل.

لږ وروسته د فرانسې جمهور رئيس په يوه لنډ تلويزيوني پيغام کي وويل چي هيواد او هيوادوال به ئې هيڅ وخت ترهګرۍ ته تسليم نه سي.

فرانسوا اولاند په فرانسه کي بېړنی حالت اعلان کړی او نژدې ۱۵۰۰ عسکر هم د پاريس ښار د امنيت ساتلو له پاره راوتلي دي. د فرانسې ټول سرحدونه تړل سوي او سختي تلاښۍ شروع دي.

په پاريس کي د پيښي پرمهال په ټول ښار کي ترانسپورت بند سوی وو او ټول روغتونونه بېړني حالت ته راوستل سوي ول. له ټولو خلکو غوښتل سوي ول چي له خپلو کورونو را ونه وځي. جمهور رئيس اولاند نن د فرانسې د دفاع شورا بېړنۍ غونډه راغوښتې ده او د يکشنبې په ورځ ئې د جي ۲۰ په غونډه کي ګډون چي په ترکيه کي دی نه لغو کړی دئ.

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاندي
د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولانديانځور: picture-alliance/dpa/A. Marchi

نړيوال خواخوږی

په پاريس کي تر يرغلونو لږ وروسته د آلمان صدراعظمي انګيلا ميرکل ويل چي دغو پښو سخته دردولې ده او په پېښه کي د وژل سوو کسانو له کورنيو سره خپله غمشريکي ښيي او له ټولو فرانسويانو سره ئې درد شريک دئ.

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما هم دغه يرغلونه غندلي دي او ويلي ئې دي: «دا پر ټول بشريت او زموږ پر نړيوالو ارزښتونو يرغل دئ.» د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرونه هم ويلي دي چي دغو پيښو سخت دردولی دئ.

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان هم له فرانسې سره خپله غمشريکي ښوولې ده او له نړيوالي ټولني څخه ئې له تروريزم سره د سختي مبارزې غوښته کړې ده.