1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاريس: پوليسو د مهاجرو کمپونه تخليه کړل

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د فرانسې پوليسو د پاريس په شمال ختیځ کې د مهاجرو د خيمو له دوو غیر قانوني کمپونو څخه تر ۱۶۰۰ زيات کسان ايستلي دي. دا گام د حکومت له خوا د کډوالۍ د سياست د سختولو تر اعلان يوه ورځ وروسته پورته شوی.

https://p.dw.com/p/3SdN3
Frankreich Polizei räumt illegales Flüchlingscamp in Pariser Vorort
انځور: Getty Images/AFP/M. Bureau

د پاريس پوليسو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د نوامبر ۷ نيټه) د مهاجرو دوه غير قانوني کمپونه، يو د پلازمينې په شمال او بل د پاریس سره په نزدې پرته سيمه سانت ديني کې، تخيله کړي دي.

په ټولیزه توگه ۱۶۰۶ کسان چې تر ډېرو ناوړه شرائطو لاندې دغلته اوسېدل، ايستل شوي دي. د «فرانس انفو» راډيو تلویزيوني شبکې په حواله دغه کسان په بسونو کې د ورزش هغو سالونو ته انتقال شوي چې د موقتي سرپناه په توگه ترې بايد استفاده وشي.

د پاريس د ښاروال مرستيالې دومينک ورسيني، په حواله په سلهاو کسانو د دې عملیاتو پر مهال ځانونه پټ کړي وو ځکه نه یې غوښتل دغو سرپناه ته ولاړ شي. نوموړې وويل چې په دې کمپونو کې د ۱۵ تر ۲۰ فيصدو پورې مهاجر دي چې پناه ورته ورکړل شوې ده خو لا یې کورونه نه دي موندلي. دا په پاريس کې له ۲۰۱۵م کال راهيسې د کمپونو د تخليه کولو ۵۹ عمليات ول.

Frankreich Polizei räumt illegales Flüchlingscamp in Pariser Vorort
دا چې د دې کمپونو له اوسيدونکو سره به څه کیږي، لا روښانه نه دهانځور: Getty Images/AFP/M. Bureau

په ۲۰۱۶م کال کې د کالې د مهاجر کمپ تر تړلو وروسته اوس ډېرو کډوالو پاريس ته مخه کړې. له همدې کبله هم د پاريس په شمال کې يو شمير د خیمو غير قانوني کمپونو جوړ شوي چې په زرونو انسانان پکښې اوسیږي. دا کمپونه په څو ځلي تخليه شوي خو څو اوونۍ وروسته په کې بيرته نوي کمپونه رامنځته کیږي. په دې کمپونو کې زياتره هغه نارينه اوسي چې د پناه هیڅ چانس نه لري خو ښځې او ماشومان هم پکښې شته.

له دې مهاجرو سره به څه کیږي؟

د چهار شنبې په ورځ د (د نوامبر ۶ نیټه) د فرانسې د کورنيو چارو وزير کرستوف کاستنير اعلان وکړ چې د روان ميلادي کال تر پای پورې به ټول غير قانوني خيمه يي کمپونه تخليه کړي. د وزيرانو د يوې کميټې تر غونډې وروسته د فرانسې حکومت د مهاجرت د سياست په اړه د بېلا بېلو اقداماتو د پورته کولو اعلان وکړ او په دې برخه کې یې خپله تگلاره لا پسې سخته کړه.

د نوې تگلارې له مخې به پناه غوښتونکي لومړی تر دريو میاشتو وروسته عمومي روغتيايي سيسټم ته لاس رسۍ ولري. د اخراج پروسه به چټکي شي او همدا راز به د پناه غوښتنې پر دوسيو د کار موده هم رالنډه شي. لومړي وزير ادواردو فليپه ټینگار وکړ چې د «مهاجرت په برخه کې حقونه او مکلفيتونه بايد تعادل» ولري.

bs/ms (dpa, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: