1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاریس: هر څوک چې بایسکل رانیسي ۵۰۰ یورو ترلاسه کوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

د «الې دې فرانس» د ترانسپورت ادارې چارواکي هغو فرانسویانو ته ۵۰۰ یورو ورکوي چې په ۲۰۲۰م کال کې برقي بایسکل رانیسي. ډیري نورې سیمې هم دغه کار کوي چې د چاپیریال له ساتنې سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3Pf0i
Frankreich Reise nach Paris von Eesha Kheny
انځور: DW/Eesha Kheny

د ۲۰۲۰م کال له فبروري میاشتې څخه به د پاریس او شاوخوا سیمو لس میلیونه اوسیدونکي د برقي بایسکل د رانيولو په موخه ۵۰۰ یورو ته لاسرسی ولري. د ځايي ترانسپورتي ادارې مشري ویلارې پیکریسې، «له پیرسین» رسنۍ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې هغې وړاندیز کړی دی چې د برقي بایسکلونو پر سر دې ۵۰۰ یورو سبسایدي ومنل شي.

دغه پیسې د بایسکل د رانیوونکو د اقتصادي وضعیت په نه پام کې نیولو سره هغوی ته ورکول کیږي. یو ښه برقي بایسکل په اوسط ډول تر۲۰۰۰ یورو پورې قیمت لرلی شي.

پیکریسې ویلي دي: «زه غواړم د دې سیمې ټول اوسیدونکي برقي او پاک ترانسپورت ته یو ډول لاسرسی ولري، په ځانګړې توګه په وړو او متوسطو سیمو کې چې ډیري تپې پکې وي.»

دغه وړاندیز به د راتلونکي کال له فبروري میاشتې څخه پیل شي. له بلې خوا د سپتمبر له میاشتې څخه به په «ویلیګو» سیمه کې د برقي بایسکلونو د کرایه کولو یو امتحاني پروګرام هم پیل شي. د دې پروګرام په ترڅ کې به ۱۰ زره برقي بایسکلونه دې سیمې ته راوایستل شي چې خلک یې کرایه کړي.

پیکریسې ویلي دي: «د ۵۰۰ یورو سبسایدي به د برقي بایسکلونو د رانیولو له پاره یو مشوق وي.»

د نړۍ په ډیرو برخو کې اوس هیوادونه د برقي بایسکلونو له پاره سبسایدي ګاني مني. تر دې مخکې په سویدن، ناروې، سکاتلند او پرتګال کې هم ورته پروګرامونه پیل شوي دي.

دغه بایسکلونه په ساعت کې تر ۲۵ کیلیومتر مزل وهي او د بترۍ په یوه چارج ۷۵ کیلیومتر سفر کوي.

(ms/nz (Kristie Pladson