1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاریس کې د ترهگریزو بریدونو وروسته ستر مارش

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ دی ۲۱, یکشنبه

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندې د ترهگریز برید او تر هغې وروسته د تاوتریخوالي په پیښو کې د وژل شوو کسانو په یادون کې یو بې سارې خاموشه مارش یا لاریون تر سره کیږي.

https://p.dw.com/p/1EIZo
انځور: REUTERS/Youssef Boudlal

د یکشنبې په ورځ د یادون په دغه مارش کې د شا او خوا ۵۰ هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشرانو د گډون اټکل کیږي. د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاندې د نړۍ د بیلابېلو هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړل شوې ده. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل، د گډون دغه بلنه منلې ده. پر دې سربیره به د آلمان د صدارت مقام مرستیال زیگمار گبرایل، د آلمان د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران فرانک والتر شتاین مایر او توماس دیمیزیر هم د یادون په دغه مارش کې گډون کوي.

همداشان په دغه مارش کې د اسرائیل د صدراعظم بېنیامین نتنیاهو، د فلسطین د خپلواکمنې ادارۍ د مشر محمود عباس، د اردن د پاچا عبدالله دوهم، د ترکیې د حکومت مشر داود احمد اوغلو او د بریتانیې د لومړي وزیر ډیویډ کمرون د گډون انتظار کیږي.

د یکشنبې په ورځ لا د ماسپښين تر مخه د «پلاس دو لا رپوبلیک» د میدان پر لور خلک خوځیدل، له کوم ځای څخه به چې په ترهگریزو پيښو کې د قرباني شویو کسانو د کورنیو د غړو په گډون د یادون لاریون پیل شي. ۷۰ کلنه ژکلین ساد روانا چې د چهارشنبې او جمعې د ورځو تر منځ د وژل شوو کسانو د یادون له پاره راغلې ده وایي: «زه غواړم چې وښيم چې موږ له افراطيانو ویره نه لرو. زه غواړم چې د بیان له آزادۍ څخه دفاع وکړم.»

همداشان د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د یکشبې په ورځ ویلي دي چې ټول هیواد به د خپلو ارزښتونو له پاره راپورته شي. هغه په الیزه ماڼۍ کې د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي وو: «پاریس به نن د ټولې نړۍ پلازمینه وي.»

په ټوله کې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې په دغه خاموشه لاریونونو کې د سلگونو زرو کسانو د گډون اټکل شوی دی. لا د شنبې په ورځ د ټولې فرانسې په کچه شا او خوا ۷۰۰ زره کسان سړکونو ته راوتلي وو، تر څو د تاوتریخوالي د نوې څپې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرگنده کړي.

دغه جمهوري یا ولسي مارش د چهارشنبې په ورځ پر طنزي مجلې «چارلي ابدو» باندې د تندلارو اسلامپالو برید ته غبرگون ښوول دي، چې په پایله کې یې ۱۲ تنه ووژل شول. د یوه بل تندلاري اسلامپالي په برید کې هم پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغو پیښو درې واړه سره شکمن عاملین د جمعې په ورځ د فرانسې د پولیسو له لوري ووژل شول.

د نوو بریدونو څخه بیره

لا هم فرانسه د تیارسئ په حالت کې قرار لري. د دغه مارش د امنیت ټینگولو له پاره تر ۵۵۰۰ زیات پولیس او عسکر پر دندو گمارل شوي دي. په عربي نیمه ټاپو کې د القاعدې ترهگرې شبکې او همدا شان افراطي «اسلامي دولت» نومې ډلې د نورو بریدونو گواښ کړی دی.

په عین حال کې تحقیق کوونکي د تندلارو اسلامپالو د احتمالي ملاتړ کوونکو په لټه کې دي. څیړونکي تر ټولو زیات د یوه وژل شوي ترهگر د تښتیدلي ۲۶ کلنې میرمنې په لټه کې دي چې د فرانسوي رسنیو د رپوټونو له مخې پر چارلي ابدو، مجلې باندې د برید د تر سره کیدو د مخه له فرانسې څخه وتلې ده او داسې اټکل کیږي چې سوریې ته تللي وي.