1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاسيفيک د آزاد تجارتي بازار د پيلېدو اعلان کړی دئ

۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17Sk5

د چلي، پیرو، کولمبیا او مکسیکو هیوادونو د پاسیفیک په نوم تړون د آزاد تجارتي بازار د پیلولو اعلان کړی دی. د چلي هیواد ولسمشر سېبستیان پېنیرا، د دغه هیواد په پلازمینه کې د هیوادونو د ډلې تر یوې غونډې وروسته ویلي دي چې په دې اړه باید د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې یو تړون لاسلیک شي، چې د هغې پر اساس۹۰ سلنه مالونه د گمرکي محصولاتو څخه معاف وي. د جاپان او گواتامالا هیوادونه د ناظرو هیوادونو په توگه منل شوي دي، چې تر دې د مخه هسپانیې دغه مقام د تیر کال د نوامبر په میاشت کې تر لاسه کړی وو. د حکومت مشر ماریانو رخوي Mariano Roy په دغه تړون کې د غړیتوب لرلو لیوالتیا ښودلې ده. هسپانيه په دغه حوزه کې يو له لويو پانگه اچونکو څخه شمیرل کیږي. د پاسیفیک تړون د تیرکال په جون میاشت کې د پېرو د ولسمشر اېلان گارسیا په هڅو تاسیس شو.