1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پالوال: نوروز نوي لمر ته وايي نه ورځي ته

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اسفند ۲۹, جمعه

د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر عبدالرزاق پالوال، وايي چي نوروز د نوي ورځي نه، بلکي نوي لمر معنې ورکوي. هغه زیاتوي چې پخوا به نوروز د جدي مياشتي پر لومړۍ نیټه لمانځل کېدی.

https://p.dw.com/p/1817X
انځور: muehlberg - Fotolia.com

نوروز پر افغانستان او ايران سر بيره په تاجيکستان، ترکيه، ازربايجان، پاکستان او د روسيې په يو شمېر جمهوريتونو لکه باشکير او تاتاريستان کي هم لمانځل کیږي.

نوروز په ۲۰۰۹ کال کښي د يونسکو له خوا د بشريت د ذاتي کلتوري ميراث په حيث و پيژندل سو. نوروز ته د نوي ورځي يا نوي پيل په سترگه کتل کيږي او له ډيرو کلونو راهيسي په ډيرو هيوادو کي لمانځل کيږي.

ډاکټر عبدالرزاق پالوال، وايي چي نوروز د نوې ورځي نه، بلکي نوي لمر معنی ورکوي. هغه زیاتوي: «پخوا لمر ډېر ارزښت لاره. هغه وخت لمر يو رب النوع وو او خلکو به ئې عبادت کاوه نو په دغه ورځ [د نوي کال په ورځ] د لمر مراسم پر ځای کيدل.»

د ډاکټر پالوال په خبره پخوا نوروز د مرغومي يا جدي مياشتي پر لومړۍ نیټه لمانځل کېدی، نه د حمل مياشتي پر لومړۍ. ښاغلی پالوال زیاتوي: «په دغه وخت کې به اوږدې شپې پای ته ورسېدې او ورځي به مخ پر اوږدیدو سوې، نو له همدې کبله به دغه وخت نوروز بلل کيدی چي معنی ئې نوی لمر دئ. دوی [هغو پخوانیو خلکو چي لمر ئې رب النوع باله] داسي فکر کاوه چي زوړ لمر نو نور نه راخيژي او دا نوی لمر دئ.»

دغو خلکو داسي فکر کاوه چي د قوس میاشتي په وروستۍ نیټه کله چي «لمر خپل کور ته ورځي نو له هغه ځایه بیرته نه راوزي او د جدي میاشتې پر لومړۍ نېټه راپورته کیدونکی لمر، یو بل لمر دئ چي دوی ورته د نوروز یا نوي لمر خطاب کاوه.»

دا چي دغه عقيده له څه وخت څخه موجوده وه ډاکټر پالوال ئې په اړه وايي: «دا عقيده خو نو له پخوا څخه موجوده وه. پخوا دغو خلکو دغه عقيده لرله خو اوس موږ دغه عقيده نه لرو. آن رحمان بابا، چي د وروستيو وختونو شاعر دئ، هم په دې عقیده وو چي دا نوی لمر دی.»

ښاغلی پالوال په دې اړه د رحمان بابا هغه بیت ته اشاره کوي چي وايي:

دا چي هره ورځ راخېژي بېل بېل لمر دی هر چي پريوزي هغه نه راخيژي بيا.

د ډاکټر پالوال په خبره پخوانیو خلکو باور لاره چي هر کال لمر یو واري نوی کیدی او دوی دغه پېښه د نوروز په مراسمو لمانځله. پالوال وايي چي لمر يوازي د اوسني افغانستان په سیمو کې يو رب النوع نه بلل کیدی، بلکي له هند څخه نيولې تر مصره پوري یو شمیر خلکو لمر رب النوع باله.

پالوال وایي: «د هند راج يا زموږ روز دا ټول د لمر معنی لري نه د ورځي. زه داسي فکر کوم چې په هغه وخت کې ورځ ښايي دن نومېدله. په اوردو کي دا تر اوسه پوري هم پاته ده او په عربي کي هم کله کله ورځې ته دن ویل کیږي. نو دا هڅ وهلکيدای سي چي د ورځي له پاره دغه نوم [دن] وو او دا چي موږ ئې نن ورځ بولو دا د لمر له پاره کلمه وه.»

ډاکټر پالوال وايي چي نوروز به پخوا په ژمي کي لمانځل کېدی. ځکه پخوا ډیر خلک کرهڼگر ول او ورهڼه دومره مروجه نه وه. ښاغلی پالوال زیاتوي: «مطلب مي دا دی چي ډیر کسان کرهڼگر ول او د مراسمو ورځي به ئې په ژمي کي وې. نو نوروز به دوی شل ورځي لمانځی.»

يادښت: دغه مرکه ډاکټر پالوال پخوا له دویچه ویله سره کړې وه.