1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: د کريسمس د اختر په شپه و ماشومانو او د منځني ختيځ د لانجې د حل لپاره دوعاوکړه

۱۳۸۷ دی ۵, پنجشنبه

پاپ شپاړسم بنيديکت د ډسمبر د مياشتي د 24 شپې په پوره نيمايي کي، له خلکو څخه ډکي پطرز نومي کليسا کي راڅرگند سو. د رومن کاتوليکانو روحاني مشر د خپل پيغمبر د زيږېدنې اختر، په حمد او ثنا او د موسيقۍ په ملگرتيا سره پيل کړ

https://p.dw.com/p/GMzW
پاپ بنيديکت شپاړسم
پاپ بنيديکت شپاړسمانځور: AP Photo/Gregorio Borgia

ده په څو ژبو باندي د انجيل د لوکاس له برخي څخه څو کرښي ولوستې، او د حضرت عيسی په اړوند عقيدوي برخو باندې يې رڼا واچوله.ده وويل:« دمنځنيو پېړيو ديني عالم Wilhelm von St. Thierry يو ځل ويلي و: خدای د آدم له وخت راهيسي ليدلي، چي د ده لويوالی انسانان مقاومت ته راهڅوي، او دا چي له خپل ځان سره وو او آزادي يې له گواښ سره مخامخ بلله. نو خدای يوه نوې لاره غوره کړه. دی يو ماشوم جوړ شو. هغه اړ او کاواکه شو، او زموږ د ميني محتاج. نو هغه ماشوم شوي خدای موږ ته وويل، چي اوس له ما نه نه ډاريږۍ او کولای شئ چي ماسره مينه ولرئ.»

له دې خاطرې سره انسان د بيت الحم د ماشوم شپه لمانځي. شپاړسم بنيديکت وايي چې د دې ماشوم نور تر بل هر چا نه زيات وو:« هر ماشوم زموږ مينه غواړي. په دې شپه کي په تېره بيا د هغو ماشومانو يادون کوو، کوم چي د مور او پلار له ميني څخه محروم او بې برخي دي. هغه د کوڅو ماشومان چي سرپناه او کورونه نه لري. هغه ماشومان چي ددې پر ځای چي سوله او پخولاينه منځ ته راولي، د عسکرو په توگه د زور زياتي د لاس آله گرزول کيږي. هغه کوچنيان، چي د بې سترۍ د صنايعو او د ناوړه گټي اخيستني او جنسي تيري له کبله، په بدنيزه او روحي توگه سره ډېر سخت ټپي کيږي. د بيت الحم ماشون موږ ته يو نوی پيغام دئ، تر څو کوښښ وکوو د ماشومانو بدبختي له منځه يوسو او د بيت الحم رڼا د انسانانو زړونو ته ورسيږي.

شپاړسم بنيديکت وړاندي وويل، چي يوازي خپل ضمير ته په مخ اړولو او د انسانانو په زړونو کي بدلون راوستل کولای سي، د دې ناخوالو علتونه له منځه يوسي.

پاپ په خپلو خبرو کې په بيت المقدس کي سوله او امنيت وغوښت او زياته يې کړه:

«موږ د هغه هيواد يادون کوو، چېري چي عيسی ژوند کاوه او ډېر ورباندي گران وو. او موږ دعا کوو چي هلته سوله او آرامي راسي. کينه او زورزياتی پای ته ورسول سي. دوه اړخيزه تفاهم رابيدار، د زړونو لارې سره خلاصي شي. هغه سوله راسي، چي ملايکو يې په هغه شپه يادون کاوه.»

د پاپ شپاړسم بنيديکت د تيري شپې وينا په 60 هيوادونو کي د څه ناڅه 90 تلويزيوني شبکو لخوا خپريده. پر پطرز نومي ډگر باندي هم په زرگونو هغه کسانو چي کليسا ته د ورتگ ځای نه وو ورته رسېدلی، د يوه لوی تلويزيون پر پرده د پاپ ننداره کوله.