1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: له مهاجرو او پناغوښتونکو سره دښمني ګناه ده

۱۳۹۶ دی ۲۵, دوشنبه

د نړۍ د کاتولیکي عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیسکو له مهاجرو سره دښمني ګناه بللې ده. د عیسوي کاتولیکانو مشر دغه څرګندونې د مهاجرو او پناغوښتونکو یوې لویې اجتماع ته د وینا پر مهال کړی دي.

https://p.dw.com/p/2qrS7
Papst Franziskus Ansprache Predigt
انځور: Reuters/M. Rossi

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر هغو کسانو ته په خطاب کولو سره چې د یکشنبې په ورځ په «سنت پیتر باسیلیکا» کې را ټول شوي ول، وویل چې که څه هم ویره داسې یوه پدیده ده چې انساني پوهه یې درک کولی شي، خو دغه ډار باید د نورو د غوسې او انزوا سبب نه شي.

هغه وویل: «ځني وختونه سیمه ایزې ټولنې ویریږي چې نوي راغلي مهاجر به د دوی د سیمو نظم خراب کړي او د هغه څه د رامنځته کیدو له پاره به چې دوی کلونه زحمت ایستلی دی، لمنځه یوسي. دا په داسې حال کې ده چې تازه راغلي مهاجر هم له تقابل، مخکې له مخکې قضاوت، تبعیض او تیروتنې څخه ویره لري».

پاپ فرانسیسکو زیاته کړه: «شک لرل او ویره ګناه نه ده، بلکي ګناه دا ده چې دغه ډار زموږ غبرګونونه جوړ او زموږ انتخابونه محدود کړي. زموږ درناوی او سخاوت له خطر سره مخامخ کړي او د دښمنۍ او د ليري کولو سبب شي».

پاپ د نړۍ د نږدې ۵۰ هیوادونو له مهاجرو او پناغوښتونکو څخه غوښتي ول چې په واتیکان کې سره راټول او د مهاجرو نړیواله ورځ ولمانځي.

د بشري حقونو مدافع

د کاتولیکانو دغه مذهبي مشر چې په ارجنټاین کې زیږیدلی او له پنځو کلونو راهیسې د نړۍ د کاتولیکي کلیساو مشري پر غاړه لري په پرله پسې ډول یې د مهاجرو د حقونو په برخه کې خپل غږ پورته کړی دی. له ۲۰۱۳م کال راهیسې نړۍ، له منځني ختیځ او افریقا څخه اروپا او له میانمار څخه بنګله دیش ته د مهاجرت د سترو بحرانونو شاهده ده.

پاپ د خپل لومړي رسمي سفر په ترڅ کې د ایټالیا لمپيدوسا ټاپو ته، کوم چې اروپا ته د مهاجرو د داخلیدو لومړۍ سیمه ده تللی وو. همدارنګه د ۲۰۱۶م کال په اپریل میاشت کې یې د یونان له لیسبوس ټاپو څخه لیدنه وکړه، چیري چې بې شمیره مهاجرو په کښتیو کې ځانونه له ترکیې څخه دغه ټاپو ته رسولي ول.

پاپ فرانسیسکو ویلي دي: «یوه بل کلتور ته داخلیدل آسانه کار نه دی. آسانه نه دی چې ځان د داسې نورو پر ځای چې زموږ سره ډیر توپیر لري واقع کړو او د هغوی افکار او تجربې درک کړو».

نوموړي په دې اړه توضیحات ورکړل: «په پایله کې، موږ شاید له نورو سره له مخامخ کیدو ځان ساتو او خنډونه رامنځته کوو، څو له ځان څخه دفاع وکړو».

۸۱ کلن پاپ یو وار بیا ټینګار وکړ تازه راغلي مهاجر هم باید«د هغو هیوادونو چې دوی یې منلي دي قوانين، کلتور او دودونه ومني او درناوی ورته وکړي». په مقابل کې د کوربه هیوادونو ولسونه هم «باید بې له مخکي له مخکې قضاوت څخه (د تازه راغلو مهاجرو) د یوه غني تنوع له پاره خپله غیږه خلاصه کړي. د هغوی ارزوګانې او توانایې همدارنګه د هغوی ویره او دا چې زیانمن شوي دي درک کړي.» پاپ نن د دوشنبې په ورځ په لاتين امریکا کې خپل د زیږیدو ټاټوبي ته اته ورځنې سفر پیلوي.