1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پاکستاني استخباراتو افغان طالبان وژلي دي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

د کندهار د علماو شورا رياست د يوې غونډي په ترڅ کي د پاکستان د کوټي په ښارکي د يو شمير افغان طالبانو وژنه وغندله.

https://p.dw.com/p/14ndm
انځور: AP

د علماو شورا وايي، چي دغه کسان د پاکستان د استخباراتو له خوا ځکه وژل سوي دي چي، دوى نه غوښتل افغانستان ته د جګړې له پاره راسي او په خپله خاوره کي د خپلو خلګو پرضد وجنګيږي.

د افغانستان د ملي امنيت رئيس رحمت الله نبيل پرون (۲۰۱۲ کال د می ۱) د مشرانو جرگې عمومي غونډي ته په وينا کي وويل، چي د طالبانو يو شمېر هغه مشران چي غوښتل ئې د سولي له پروسې سره يو ځای سي په پاکستان کي وژل سوي دي.

«ملا اسماعيل له ۲۵ تنو نورو سره، ياسر، او ملاعبدالله چي مخکي وژل سوی دئ. دوی ځکه نيول سوي دي، چي غوښتل ئې د سولي په پروسه کي ونډه واخلي. تر هغه ځايه چي زموږ سره معلومات دي هغوی وژل سوي دي.»

د کندهار د علماو شورا مسئول مولوي تورجان وايي، ددې خپلمنځي جګړو ګتي نه يوازي اوس، بلکي هر مهال د نورو جيبونو ته لويدلي دي.

نوموړي له ټولوعلماو څخه وغوښتل چي د خپل هيواد په جوړولو کي له دولت سره همکاري وکړي او د پرديو په خبرو پسي نور سر ونه ګرځوي:

«افغاني طالبان سوله غواړي، او په پاکستان کي د استخباراتو له خوا هغه څوک وژل کيږي، چي سوله غواړي.»

د يادي شورا مرستيال قاري بشير احمد هم وايي، چي دغه کسان چي مشرۍ يې ملا اسماعيل اخند کوله او د کابل کندهار پر لويه لار ئې د زابل په سيمه کي پوره لس کاله د دولت پرضد وسله واله مبارزه کول، د هغه ډلي څخه يو شميرطالبان په پاکستان کي په زده کړو بوخت ول.

دده په خبره دغه طالبانو غوښتل چي د جګړې پرځاى زده کړي وکړي، لاکن په خبره ئې پاکستاني دولت مدرسې ورته وتړلې او اړکول ئې چي افغانستان ته د جنګ له پاره راسي او هغه چا چي په افغانستان کي له جگړو څخه انکار کړی دئ، هغه ئې وژلي دي:

«په پاکستان کي قصداً مدرسې ورته وتړل سوې او طالبان اړ سوي دي، چي افغانستان ته د جګړې له پاره راسي، کوم څوک چي دلته نه راتلل هغوى ووژل سول او نور په زندان کي پراته دي.»

د قاري بشير په خبره د سولي له بهير سره که ملا اسماعيل يو ځاى کيدى نو په خبره يې د نورو طالبانو څه قصور وو، چي تر يوې اوونۍ زندان وروسته وژل سوي دي.

د کندهار د علماوشورا مرستيال قاري بشير په خبره پر دې موضوع باندي ټولو افغانانو خواشيني ښکاره کړې ده:

«آيا د سولي له پروسې سره يو ځاى کيدل د مرګ سره برابردي؟ هيڅکله داسي نه ده او نه د چا مرګ روا دئ. په دې اړه ډير دقت په کار وو او په کاردئ.»

خو د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد په سیمه کي د تليفون پرليکه خبريالانو ته دغه راپورونه او ادعاوي رد کړي دي، چي ګويا د پاکستان د کوټي په ښارکي د دوى د نظامي شورا مرستيال ملا محمد اسماعيل اخند د خپلو٢٥تنوملګرو سره وژل سوى دئ. هغه زياته کړې ده چي د دوى د نظامي شورا مرستيال دا مهال ژوندى او د ښې روغتيا خاوند دئ.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل