1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني استخباراتو د طالبانو يو بل قوماندان نيولی

۱۳۸۸ اسفند ۴, سه‌شنبه

دنيويارک تايمز په رپوټ کي چي د پاکستان د استخباراتي څانګي په قول خپور سوی ويل کيږي، چي ملا عبدالکبيرڅو ورځي دمخه د نوشيرا په ښارکي نيول سوی دی او دی دکوټي د شورا، چي د طالبانو د مقاومت لارښونکې شورا بلل کيږي غړی دی...

https://p.dw.com/p/M8qG
په کراچي کي يو نيول سوی طالب قوماندان
په کراچي کي يو نيول سوی طالب قوماندانانځور: AP

نيويارک ټايمز ليکي، چي د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا بيا د طالبانو يو جګپوړي مشر نيول سوی دی.د طالبانو دغه مشر ملا عبدالکبير نوميږي او نوموړی د افغانستان په ختيځ کي د امريکايي ځواکونو پر ضد جګړو کي قواماندان و.

دنيويارک تايمز په رپوټ کي چي د پاکستان د استخباراتي څانګي په قول خپور سوی ويل کيږي، چي ملا عبدالکبيرڅو ورځي دمخه د نوشيرا په ښارکي نيول سوی دی او دی دکوټي د شورا، چي د طالبانو د مقاومت لارښونکې شورا بلل کيږي غړی دی.

داسي ښکاري، چي پاکستان غواړي له يوې خوا په دغه هيواد کي دننه دطالبانو دمقاومت پر ضد خپل فعاليتونه او عمليات سخت کړي او له بله پلوه په تيره اونۍ کي ددغه هيواد استخباراتي څانګي ISI د امريکا دمتحده ايالتونو د استخباراتي څانګي CIA سره په ګډه دطالبانو يو شمير لارښونکي قوماندانان نيولي دي. مثلا د طالبانو قوماندان ملا عبدالغني چي څو ورځي دمخه نيول سوي،د طالبانو د کوټي د شورا غړی بلل کيږي.

دا چي په پاکستان کي د طالبانو يو شمير لارښونکي قوماندانان نيول کيږي، دابه په سيمه کي د ياغيانوو پر ضد په مبارزه کي ناټو او امريکايان خپله يوه بريا وګڼي خو له بله پلوه دننه په افغانستان کي ناټو او امريکايانو د هلمند د ولايت د مارجي په سيمه کي د مشترک تر کودنامه لاندي په عملياتو سره چي په هغه کي دلومړي ځل دپاره په نسبي ډول سره ډير شمېر افغاني عسکر هم ونډه لري غوښتل چي له دغي سيمي څخه د طالبانو په شړلو سره د ملکي وګړو حمايت او ملاتړ وکړي او دهغوي پلوي تر لاسه کړي خو د يولسو ورځو څخه را پديخوا چي دغه عمليات پيل سوي، د ناټو د هواي حملو په ترڅ کي دملکي وګړو تلفات زښته زيات شوي.

دغه وضع د هغه ستراتيژي سر کاملاً تضاد لري،چي په افغانستان کي د ناټونوي ستر قوماندان امريکايي جنرال ميک کريسټال يي ژمنه کړي وه او ويلي يې ول، چي په افغانستان کي به د ملکي بيګناو وګړو د تلفاتو مخه په راتلونکي کي نيول کيږي.

دde Volkskrant په نامه د هالندۍ ورځپاڼي په عقيده په افغانستان کي د ملکي وګړوتلفاتو ورځ تر بلي زياتيږي. چي دابه د امريکا دمتحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما دپاره يوسخت موقعيت وي او داچي ناټو وايي دوي د خپلو عملياتو په وخت کي په شتباهي ډول سره په ملکي وګړو بمباري کړي او دوي ګومان کاو چي دا طالبان وي، او بيا هر واري دناټو ستر امريکايي قوماندان له دي امله د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي څخه بخښنه غواړي، دا کار د ملکي قربانيانو دپاره تسل نسي کيدای.

له بله پلوه داچي هالند غواړي له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي ، هغه احساس پياواړي کوي چي د اوباما حکومت د افغانستان په مساله کي پخپله ستراتيژي کي پاته راغلی دی.

NYT / AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل