1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستاني توغنديو بريدونه نور زغملای نه سو»

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت يو وار بیا د ډیورنډ کرښي له ها غاړي پر افغان خاروه باندي د توغندويي بریدونو دوام په کلکه وغانده او ددغو بریدونو د ژرتر ژره بندېدو غوښتنه ئې وکړه.

https://p.dw.com/p/15d1z
انځور: DW

ددغه وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ کال جولای ۲۲مه) په کابل کي په خبري غونډه کي وویل، چي په دې اړوند یې په تېرو څو میاشتو کي تر۱۰ زیات یاداښتونه په کابل کي د پاکستان سفارت ته استولي دي.

د ښاغلي موسی زي په وینا ددغه راز توغندويي بریدونو دوام نور د زغملو نه دئ:

«پر کونړ، ننګرهار او نورستان باندي د هر راز راکټي بریدونو دوام د افغانستان حکومت له پاره د منلو نه دئ او دا د افغانستان او پاکستان پر اړیکو منفي اغیز کوي.»

جانان موسی زي زیاته کړه چي نن یکشبنه به د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کي هم دا موضوع وڅېړل شي او په همدې اړه افغان ولسمشر حامد کرزي د تېري پنجشبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر راجه پرویز اشرف ته د افغانستان کلکه اندیښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسي حال کي دا څرګندوني کوي، چي تېره ورځ یو ځل بیا د ډیورنډ کرښي له هاغاړي پر کونړ ولایت توغندی اورېدلي دي چي په ترڅ کي ئې لږ تر لږه ۴ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپیان سوي دي.

د کونړ د والي فضل الله واحدي په وینا یوازي تیره ورځ شاوخوا درې سوه توغندی د ډیورنډ کرښي له هاغاړي ددې ولايت پر دانګام ولسوالۍ باندي توغول شوي دي.

د يو شمېر سياسي کارپوهان په نظر افغان حکومت بايد د نړيوالي ټولني په ملتيا ددغو بريدونو جواب ورکړي. سياسي کارپوه صدیق ساحل په دې اړوند دويچه ویله پښتو ويب پاڼي ته وويل:

«افغانان باید د افغانستان له پاکي خاوري څخه دفاع وکړي، خو متاسفانه چي افغان دولت دې ته پاملرنه نه لري او نه هم ناټو او نړيواله ټولنه افغان دولت ته دا جرأت ورکوي چي ددغه ډول کړنو جواب دي ورکړي.»

خو له بل لوري د چارو یو شمېر نورکتونکي بیا وايي، چي دواړه هيوادونه باید د ملګروملتونو د امنیت شورا په منځګړيتوب په ژوره توګه دا مسئله وڅېړي.

د کتونکو په باور که افغان حکومت هم باالمثل عمل وکړي نوبې له شکه به ئې زیان یوازي د ډیورنډ کرښي پردواړو غاړو پروت پښتون قوم ته ورسیږي.

دا څرګندوني له هغه وروسته کیږي، چي د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي په نیږدې راتلونکې کښي پاکستان ته د سولي د عالي شورا د رئیس د سفر خبرهم ورکړ.

ده وویل ددغه سفر په لړ کي به د سولي د عالي شورا پلاوی د پاکستان هغه عملي اقدامات وویني چي له افغانستان سره ئې د سولي او ملي پخلاینې په برخه کي ژمنه کړې وه.

د تيري پنجشنبې په ورځ د دواړو هيوادونو مشرانو د بريتانيا د لومړي وزير په مخ کي ژمنه کړې وه، چي د سولي خبري اتري به له سره پيلوي.

اسماعيل شکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل