1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني رسنیو یو وار بیا د پي ټي ایم غونډې ته پوښښ ور نه کړ

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ د په زرګونو انسانانو کاروانونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه کې د ګډون له پاره بنو ته ورسیدل، خو پاکستاني رسنیو دې غونډې ته پوښښ ور نه کړ.

https://p.dw.com/p/3W6Oh
Pakistan Manzoor Pashteen
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

د سړې هوا او باران سربیره د خیبر پښتونخوا له لیري پرتو سیمو څخه د تور او سپين رنګه بیرغونو درلودونکو ځوانانو د موټرو کاروانونه د غونډې ځای ته ورسیدل. دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د ولسي جرکې غړو علي وزیر او محسن داوړ ویناوې وکړې.

دا د تیر کال په سپټمبر میاشت کې له بند څخه د پي ټي ام( پښتون ژغورنې غورځنګ) د غړو او ولسي جرګې استازو علي وزیر او محسن داوړ تر آزادیدو وروسته، د دې غورځنګ لومړنۍ لویه غونډه او جلسه وه چې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲ نیټه) په بنو کې ترسره شوه.

د پي ټي ام دغه دواړه لوړپوړې مشران د می په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې د ډزو تر پيښې وروسته، د پاکستان امنیتي ځواکونو نظر بند کړي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا د پښتنو او پلوڅانو د غیر قانوني وژنې، تریتم کولو، او تیري پر وړاندې غږ پورته کړی دی او وایي چې پر سوله ایزې مبارزې باور لري.

د پاکستان د امنیتي او پوځي ادارو له خوا پي ټي ایم ته د «هیواد دښمنه ګوند» په سترګه کتل کیږي.

د تیر په څیر دا وار هم پاکستاني رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته پوښښ نه وو ورکړی. په داسې حال کې چې پر ټولنیزو رسنیو د پي ټي ایم ضد د تبلیغاتي پيغامونو لړۍ روانه وه. نوموړي غورځنګ تور لګولی دی چې پر ټویټر دا ډول جعلي پيغامونه د دوی پر وړاندې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې د پروپاګندونو د لړۍ یوه برخه ده.

د جلسې پر مهال په بنو کې د انټرنټي خلل رپوټونه هم ورکول شوي ول.

یو شمیر انتقاد کونکو ویل چې د سپټمبر په میاشت کې د علي وزیر او محسن داوړ آزادیدل د پاکستان له پوځي ادارې یا اسټپلشمنټ سره د تفاهم او مصلحت پر بنا شوې ده، خو په تیرو څو میاشتو کې علي وزیر او محسن داوړ دواړو په ولسي جرګه کې دننه او بهر له خپلې وینا او عمل سره دا ډول نظر رد کړی دی.

له بند څخه تر آزادیدو وروسته دواړو مشرانو په هیواد کې د ترهګرۍ ضد او قانون د حاکمیت له پاره په دوامداره توګه غږ پورته کړی دی. څو ورځې مخکې کله چې په ولسي جرګه کې د لوی درستیز د کاري مودې د غځولو اړوند شخړیز قانون د تائید په اړه لویو لویو ګوندونو هم د حکومت ملاتړ وکړ، په هغه وخت کې هم د پارلمان دغو دوو غړو د دې قانون مخالفت کړی وو.      

دویچه ویله: ش.ن/ب.ص