1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو د ۳۰۰ تنو بنديانو د آزادېدو غوښتنه کړې

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ اسفند ۲۸, چهارشنبه

پاکستاني وسله والو طالبانو له اسلام آباد سره د سولي پروسې د پر مخ بېولو له پاره د ۳۰۰ تنو زندانيانو د آزادولو غوښتنه کړې ده. د دغي ډلي يوه منځگړي ويلي دي چي دغه ليست يې د کورنيو چارو وزير ته وړاندي کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BSCh
انځور: picture-alliance/AP Photo

محمد ابراهيم چي خپل ځان د پاکستاني طالبانو يو منځگړی ښيي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۱۸) د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي له اسلام آباد سره د سولي پروسې د پرمخ بيولو له پاره يې د ۳۰۰ تنو بنديانو ليست د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان ته سپارلی دی.

د هغه په خبره په دغه ليست کي د يوه وسله وال نوم هم نسته، بلکي يوازي ښځي، کوچنيان او سپين ږيري شامل دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي پر دغه نوملړ باندي به غور وکړي.

تحريک طالبان پاکستان (TTP) غواړي په دغه هيواد کي اسلامي نظام راولي. د دوی په غوښتنو کي دا هم شامل دي چي په دغه هيواد کي دي اسلامي شريعت جاري او د امریکا متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دي بند سي.

پاکستاني طالبان چي له افغان طالبانو څخه جلا يوه خپلواکه ډله ده د روان کال له فيبرورۍ مياشتي راهيسي يې د پاکستان له حکومت سره غير مستقیمي خبري پيل کړي دي، څو هغه وسله وال تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېږدي چي له تيرو اوو کلونو راهيسي د دواړو اړخونو ترمنځ روان دی.

دغه خبري اتري بيا د فيبرورۍ مياشتي په نيمايي کي هغه وخت وځنډېدلې چي پاکستاني طالبانو دا خبره ومنله چي د ۲۰۱۰ کال په جون مياشتي کي يې ۲۳ تنه تښتولي نيمه پوځيان وژلي دي.

دغه اعلان ته په غبرگون کي د پاکستان پوځ پر وسله والو طالبانو باندی هوايي بريدونه وکړل چي د پوځ د معلوماتو له مخي تر سلو زيات ياغيان پکښې ووژل سول.

د روان کال د مارچ مياشتي په لومړيو کي طالبانو د ښه نيت په خاطر يوه مياشت اوربند اعلان کړ. خو له هغه وخت راهيسي هم څو بريدونه تر سره سوي دي، چي د دې ټولو پړه بيا د تحريک طالبان پاکستاني له ډلي څخه جلا سوي د «احرار ال هند» ډلي پرغاړه اچول سوې ده.