1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستاني عسکر په افغانستان کي ماينونه ښخوي»

۱۳۹۱ تیر ۱۳, سه‌شنبه

د افغانستان پرخاوره باندي د پاکستان له خوا د هاوانونو تر بریدونو وروسته اوس د سیمي خلک وايي، چي پاکستاني عسکرو د دې له پاره چي د افغانستان خاوره خپله سیمه وشمیري په یو شمیر سیمو کي ماینونه ښخ کړي دي.

https://p.dw.com/p/15QKx
انځور: picture-alliance/dpa

د کونړ او باجوړ ترمنځ پرتو سیمو اوسیدونکي وايي، چي د پاکستان اردو د افغانستان په خاوره کي ماینونه ایښي دي او په تیرو څو ورځو کي ئې یو شیمر خلک په دغو ماینونو مړه او ژوبل شوي دي.

دغه ماینونه د دانګام، خاص کونړ، ناړې او مرورې ولسواليو په یو شمیر سیمو کي ځای پر ځای شوي دي او تر څنک ئې داسي هم ویل کیږي، چي پاکستاني پوځ د افغانستان خاوري ته په سوونو متره را مخ ته سوي دي.

د کونړ د مرورې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي شاه زمان له دویچه ویله پښتو ويب پاڼي سره په خبرو کي وویل، چي د پاکستان پوځیان نه یوازي دا چي پر دوی باندي راکټونه اوروي، بلکي غواړي چي د دغه ولایت هغه سیمي لاندي کړي، چي مرکزي حکومت سم کنترول ورباندي نه لري:

«پاکستاني پوځیان په هغو سیمو کي را مخ ته سوي دي، چي د ډیورنډ د کرښي دغه غاړه ده، ماینونو موږ ته سخت تاوان را رسولی دئ، په توغندیو مو هم ولي، موږد پولي دواړوغاړوته یو وروڼه یو او پاکستان باید بیرته د افغانستان له خاروي پر شا شي.»

په همدې حال کي په ولسي جرگه کښي د نورستان ولايت استازې وايي، چي د کونړ پر څنګ د نورستان یو شمیر سیمي هم د پاکستاني توغنديو ښکار گرځېدلي دي.

آغلې نورستانۍ وایي، چي تر نن ورځي پوري د دوی یو شمیر اوسیدونکي له سیمو څخه کډه کیږي او بریدونه نه دي درېدلي.

د نوموړي په خبره پاکستاني پوځیانو په یو شمیر هغو سیمو کي، چي تازه ئې لاندي کړي دي د پوځي چوڼیو په جوړولو ئې هم لاس پوري کړی دئ:

«د کامدیش په ولسوالۍ کي د بینوز، بالا ده، ببرستان او کشتوز کلیو تر څنګ د المور پر پخوانۍ ولسوالۍ باندي بریدونه روان دي، یو شمیر امنیتي او اولسي خلک مړه او ژوبل شوي دي او ښايي دا شمیره نوره هم لوړه شي.»

دا په داسي حال کي ده، چي تیره ورځ افغان استخباراتو وویل، چي اسلام آباد غواړي تر ۲۰۱۴ کال دمخه د افغانستان په دننه کي زور پالي وروزي، چي د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته د خپلو سیاسي موخو له پاره کار ځني واخلي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چي په ختیځو پولو کي ئې ټولو میشتو سرحدي پولیسو ته امر کړی دئ، چي د افغانستان حریم ته د نامطلوبو عناصرو که هغه پوځيان وي که بل څوک د ننوتلو مخه ونیسي او پرېنږدي، چي د افغانانو سوله يیز ژوند له کړاوونو سره مخامخ کړي:

«د افغانستان سرحدي پولیس د خپلو وینو په بیه چمتو دي، چي له خپلو پولو دفاع وکړي، که هغه له پاکستان سره پرتي پولي وي او یا له کوم بل هیواد سره، خو تر هر څه دمخه حکومت د سرحدي لانجو د هوارولو له پاره پر دیپلوماتیکو لارو چارو ټینګارکوي.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل