1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

پاکستاني لوبغاړي په شپږیزه لیگ کې له گډونه منع شول

۱۳۹۶ خرداد ۱۲, جمعه

د پاکستان کریکټ بورډ ویلي دي چې خپلو لوبغاړو او روزونکو ته د افغانستان په شپږیزه کریکټ لیگ سیالیو کې د گډون اجازه نه ورکوي. په کابل کې تر برید وروسته د دواړو هیوادونو کریکټ بورډونو خپلې دوستانه لوبي لغو اعلان کړې.

https://p.dw.com/p/2e1ln
Cricket Afghanistan vs Pakistan 27.02.2014
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې تر خونړۍ چاودني وروسته د افغانستان کریکټ بورډ (اې سي بي) له پاکستان سره خپلې ټولي لوبې لغو اعلان کړې. د افغانستان د کریکټ بورډ د فیسبوک په رسمي پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو: «د نننۍ پیښې په اړه د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کریکټ بورډ له پاکستان کریکټ بورډ سره د هر ډول دوستانه او رسمي سیالیو هوکړه لغو کوي. او د دواړو لوریو ترمنځ د هیڅ ډول دوستانه او رسمي سیالیو هوکړه د تطبیق وړ نه ده.»

د دې په غبرگون کې د پنجنشبې په ورځ د پاکستان کریکټ بورډ (پي سي بي) هم له افغانستان سره خپلي لوبې لغو اعلان کړې. د پاکستان کریکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ول: «په کابل کې د غمجني چاودني په ترڅ کې پي سي بي د افغانستان د کریکټ بورډ له لوري لگول شوي بې بنسټه ټورونه ردوي.» په بیانیه کې ویل شوي ول چې دوی د غمجني پیښې له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرگندوي او د دواړو هیوادونو تر منځ د وړاندیز شوي سیریز د لغو کیدو اعلان کوي.

په افغانستان کې په شپږیزه لیگ کې پاکستاني لوبغاړي بابر اعظم، عمر اکمل او کامران اکمل هم د لوبډلو له لوري اخیستل شوي ول. خو اوس د پاکستان د کریکټ بورډ چارواکو ویلي دي چې هغوی ته په دغو سیالیو کې د گډون له پاره اجازه نه ورکوي.

د پاکستان کریکټ بورډ له لوري د جمعې په ورځ په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «هیڅ یو لوبغاړی او چارواکی (روزنکی) چې د افغانستان په شل اوریزه لیگ کې یې قرار داد تر لاسه کړی وي، پي سي بي هغوی ته د اجازه نامې د نه ورکولو اعلان کوي.» په بیانه کې راغلي دي چې هیڅ پاکستانی لوبغاړی او یا چارواکی په دغه لیگ کې برخه نه شي اخیستی.

په پام کې ده چې سږل کال د شپږیزه کریکټ لیگ، سیالۍ د جولای له اتلسمې نیټې څخه په کابل کې پیل شي. په دغو سیالیو کې شپږ ټیمونه برخه لري.

 Reuters) SR/NZ)