1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستاني مېجر د ملا منصور د شناختي کارد تصديق کړی ؤ»

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۹, یکشنبه

پاکستان وايي چي د طالبانو وژل سوي مشر له پاره د پاکستاني اسنادو د جوړولو په تور يې دوه کسان نيولي دي. په نيول سوو کي يو کس هم د پاکستان د امنيتي قواوو ليويز مېجر دی.

https://p.dw.com/p/1Iwbb
Taliban Chef Mullah Achtar Mansur
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي چي دوه کسان يې په دې تور نيولي دي چي د طالبانو وژل سوي مشر ملا منصور له پاره يې د اسنادو په جوړولو کي مرسته کړې وه. چارواکو ويلي چي نيول سوي کسان د ملا منصور د کورنۍ له پاره د پاکستاني اسنادو په جوړولو هم تورن دي.

د اسوشيېتد پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت وياند سرفراز حسين ويلي چي په نيول سوو کي يو کس عزيز احمد نوميږي. د بي بي سي اردو پاڼي د راپور پر اساس نيول سوی کس عزيز احمد د پاکستان د ليويز نومي امنيتي قواوو يو رسالدار مېجر دنده درلوده. ويل سوي چي دغه کس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د می ۲۸مه نېټه) په کوټه کي ونيول سو. زياته سوې چي نيول سوي کس په ۲۰۰۱ کال د ولي محمد په نوم سړي د شناختي کارد تصديق کړی ؤ.

د پاکستاني چارواکو په وينا دويم تورن کس يې له کراچي څخه نيولی دی. ويل سوي چي د رفعت اقبال په نوم دغه کس تورن دی چي د ملامنصور د دويمي ماينې او اولادونو له پاره يې د پاکستاني تابعت تر لاسه کولو له پاره هلي ځلي کړي وې. ويل سوي چي رفعت اقبال د پاکستاني شناختي کاردونو د ادارې «نادرا» کار کوونکی دی.

ملا منصور يوه اونۍ تر مخه د پاکستان د بلوچستان ايالت په تفتان سيمه کي د امريکايي بېپلوټه الوتکي په بريد کي وژل سوی ؤ. د راپورونو له مخي د هغه سره داسي پاکستانی پاسپورت او شناختي کارد موندل سوی ؤ چي د ملا منصور عکس پر لګېدلی ؤ، خو د اسنادو د څښتن نوم پکښي ولي محمد ليکل سوی ؤ. د دې څخه داسي انګېرل کيږي چي ملا منصور د ولي محمد په نوم ځان ته د پاکستان د تابعت اسناد جوړ کړي ول. بعضو پاکستاني رسنيو دا راپورونه هم ورکړل چي ملا منصور په دغه پاکستاني پاسپورټ سره له پاکستان څخه دباندي هم سفرونه کول.