1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني هندوان هندوستان ته کډه کیږي

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه

په پاكستان كې روانې جګړې‎ د دې هیواد د مسلمانانو تر څنګ سیكانو، هندوانو، عيسویانو او د نورو مذهبونو پلويانو ته هم سخت تاوان رسولی دﺉ له همدې کبله له دې هیواد څخه ډیری هندوان اوس د ګډه کیدو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/15nxz
انځور: AP

له پاكستان څخه په سلګونه هندو كورنۍ هندوستان ته روانې دي. د دغو کورنیو زیاتره برخه په بلوچستان ايالت كې میشتې وې. که څه هم دا کورنۍ وايي چې یوازې د یوې لنډې مودې له پاره هندوستان ته ورځي خو د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك، په يوه وار ۲۵۰ هندو كورنيو ته د هندوستان د ویزو ورکول يو سازش بولي: «پاكستان د لږكيو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه امنيتې تدابیر ټينګ كړي دي. خو بیا هم دغو کورنیو ته د هندوستان لوړ کمیشن ویزې جاري کړي دي.»

د پاكستان په سند او بلوچستان ايالت كې په وار وار له هندو لږکیو سره ځاني او مالي زياتى سوى دﺉ. ډیر وخت په پاکستان کې د میشتو هندو کورنیو غړي تښتول کیږي او په زړه اسلام ته اړول کیږي. په دغه شان پېښو کې خو هغوی څو وارې د خپلو کورنیو غړي هم له لاسه ورکړي دي. دا په پلوچستان کې د میشتو هندو کورنیو یوازینۍ ستونزه نه ده، د دې ایالت ازادي غوښتوکی ځواک هم وایي چې د هغوی له سیمو څخه باید هندوان ووځي.

د تیرې چهار شنبې په شپه له پاکستان څخه د اوو هندو کورنیو غړي هندوستان ته واوښتل او په دې ترتیب ئې دا لړۍ پیل کړه. که څه هم هندوستان ته روانې پاکستاني هندو کورنۍ وایي چې دوی یوازې د یوې میاشتې له پاره هندوستان ته سفر کوي او د خپلو مذهبي مراسمو تر پوره کولو وروسته بیرته پاکستان ته ستنیږي خو یو شمیر کارپوهان وایي چې دغه کورنۍ به بیرته خپل هیواد ته ستنې نه شي.

د امیش کمار په نوم يو پاکستاني هندو چې خپله بستره ئې تړلې ده او د واهګه په پوله کې هندوستان ته د اوښتو په انتظار کې دئ وايي: «هندوان نه غواړي چې پاکستان پریږدي... هندوان دلته زیږیدلي دي او دلته به مري.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سیاسي کارپوهان وایي چې پاکستاني هندوان به هندوستان تر رسیدو وروسته بیرته پاکستان ته ستانه نه شي. دغه کار پوهان زیاتوي چې په پاکستان کې له هندوانو سره ناوړه چلند کیږي او له همدې کبله هغوی له دې هیواد څخه کډه کیدو ته اړ شوي دي.

حبیب الرحمان تأثیر/ پاکستان
کتونکی: مسعود جهش