1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني پوځ ۲۷ تنه شکمن ترهگر وژلي

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ اسفند ۶, سه‌شنبه

د پاکستان هوايي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله د طالب یاغیانو مرکزونه په نښه کړي. د دغه هیواد د پوځي چارواکو په حواله د عملیاتو په پایله کې چې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې ترسره شوي دي لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوې.

https://p.dw.com/p/1BEql
انځور: dapd

د پاکستان حکومت له خوا د پاکستاني طالبانو[د پاکستاني طالبانو هغه ډله چې پر فعالیتونو يي بندیز لگول شوی دی] سره د خبرو اترو تر ناکامه کیدو وروسته د دې هیواد پوځ د طالبانو د پټو مرکزونو د په نښه کولو لړۍ جاري ساتلې ده.

یوه پوځي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط د رویترز خبري آژانس ته ویلې دي: «ترهگرو د شمالي او جنوبي وزیرستان منځنۍ سیمه په خپل کنترول کې نیولې او هلته يي روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. په دغو مرکزونو کې ځانمرگي برید کوونکي روزل کیږي.»

د دې چاروکي په حواله د دغو بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهگر په جنوبي وزیرستان او ۱۲ تنه نور بیا په شمالي کې وژل شوې دي. په وروستیو وختونو کې د ترهگرو د مرکزونو په نښه کولو له پاره ډیرې هوايي بریدونه د پاکستان د شمالي وزیرستان په «وادي شوال» او د «دته خیل» په سیمو کې ترسره کیږي. ویل کیږي چې په دغو سیمو کې ترهگرو ځالې جوړې کړي دي.

په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره د خبرو اترو تر ناکامه کیدو وروسته د شمالي وزیرستان ډیر شمیر اوسیدونکي نورو سیمو ته کډه شوې دي. د رویتز خبري آژانس په حواله تر اوسه پورې دا نه ده معلومه شوې چې د دغو بریدونو په ترڅ کې په وژل شوو کسانو کې ملکي وگړي هم شامل دي او که نه؟ همدارنگه د ټپانو د شمیر په هکله هم څه نه دي ویل شوې.

له طالبانو سره د خبرو اترو تر ناکامه کیدو وروسته له شمالي وزیرستان څخه د مهاجرت لړۍ پراخه شوې ده. د دغو مهاجرتونو اصلي لامل په دغو سیمو کې د حکومت د پوځي عملیاتو د ترسره کیدو ویره ښوول شوې ده. د دغو سیمو خلکو خپل کورنه او هر څه پریښي او د بنوو، کوهاټ او پیښور په نسبي ټوگه آرامو سیمو ته کډه شوي دي.

د پاکستان د حکومت او طالبانو د استازو تر منځ د خبرو اترو بهیر هغه وخت ودرول شو چې د طالبانو یوې ډلې اعلان وکړ چې هغوي د پاکستان د امنیتي ځواکونو هغه ۲۳ تنه پوځیان وژلي دي چې له دوی سره برمته ول.

طالبانو پاکستاني حکومت ته گواښ کړی دی چې ترڅو يي په خپلو سیاستونو کې بدلون نه وي راوستی او په دغه هیواد کې يي اسلامي شریعت نه وې نافذ کړې هغوی به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. د پاکستان جنگي الوتکو د فبرورۍ د میاشتې په ۲۳مه نیټه هم د خیبر ایجنسي په «تیرا» سیمه کې ۳۸ تنه شکمن ترهگر وژلي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب