1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان اته تنه نور طالبان آزاد کړي دي

۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17C00

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چي دغه هيواد د سه شنبې په ورځ اته تنه افغان طالبان آزاد کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي دا گام په دې هیله اخيستل سوی دی چي په افغانستان کي د سولي د کوښښونو په لار کي مؤثر تمام سي. د دغو کسانو په جمله کښي د طالبانو د وخت د عدلیې وزیر نورالدین ترابي او د هلمند والي عبدالباري هم شامل دي. يوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط ويلي دي، چي په دغو کسانو ملا عبدالغني برادر نه دی شامل.