1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان اسرائيل په اټومي بم وګواښه»

۱۳۹۵ دی ۶, دوشنبه

د پاکستان د دفاع وزير د يوه درواغ خبر پر اساس اسرائيل په اټومي بم گواښلی. تر دې مخکي د awdnews.com په نوم يوې انټرنټ پاڼي په دروغ خبر کي ليکلي ول چي يوه پخواني اسرائيلي چارواکي د پاکستان د له منځه وړلو ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/2UsQe
Pakistan Prozess gegen Nawaz Sharif Verteidigungsminster Khawaja Muhammad Asif
انځور: picturealliance/AP Photo/A. Naveed

يو دروغ خبر د دې لامل سو چي د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف اسرائيل ته ګواښ وکړي چي پاکستان هم اټومي امکانات لري.

تر دې مخکي د awdnews.com په نوم وېبپاڼې پر مخ يو داسي راپور خپور سوی ؤ چي پکښي راغلي ول چي ګواکي د اسرائيلو د دفاع پخواني وزير موشې يالون د پاکستان د تباه کولو ګواښ کړی دی. يادي انټرنټ پاڼي خپل دغه راپور چي وروسته معلومه سوه چي دروغ ؤ، د ۲۰۱۶م کال دسامبر په ۲۰مه نېټه خپور کړی و.

خو د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف خبري ښيي چي هغه بېله دې چي د خبر اصلي منبع او ريښتنوالی معلوم کړي، غبرګون وښود. خواجه آصف په خپل غبرګون کي ويلي ول: «د اسرائيلو د دفاع وزير په سوريه کي د داعش پر ضد د پاکستان د رول په تړاو پاکستان په اټوم بم ګواښي. خو اسرائيلو دا خبره هيره کړې چي پاکستان هم يو اټومي هيواد دی.»

د خواجه آصف ياد غبرګون د دروغ راپور تر خپرېدو څو ورځي وروسته د نوموړي پر ټويټر پاڼه خپور سو.

خو د اسرائيلو د دفاع وزارت د دغي موضوع په تړاو وضاحت وکړ او پر خپله ټويټر پاڼه يې وليکل: «د دفاع پخواني وزير موشې يالون ته د پاکستان په تړاو منسوب سوې خبره هيڅکله نه ده سوې. د پاکستاني وزير له خوا ياد سوي راپورونه مطلق غلط دي.»

د پاکستان د دفاع وزارت وياند مختار خان د آلمان خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ وويل چي وزارت يې نه غواړي پر دغه موضوع نوري خبري وکړي.

پر انټرنټ د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د درواغو خبرونو تر خپرېدو وروسته فيسبوک تر فشار لاندي راغلی وو چي د دا ډول خبرونو مخنيوی وکړي.

پاکستان چي پکښي مسلمانان اکثريت دي، تر اوسه يې د اسرائيل دولت په رسميت نه دی پېژندلی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: