1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغان مهاجرو ته یوازې۳۰ ورځې وخت ورکړی

۱۳۹۶ دی ۱۵, جمعه

په جنوري میاشت کې ولسمشر ترمپ په خپل لومړي تويت کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او پر دغه هیواد یې د امریکا د مرستو په بدل کې د دروغو او چل تور پورې کړی. دغه اقدام د پاکستان پر حکومت سربیره ډير پاکستاني سیاستوال را وپارول.

https://p.dw.com/p/2qOLU
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د ولسمشر ترمپ تر تويت وروسته، د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرتوب د کابینې د غونډي اصلي هدف د ترمپ د تویت پر وړاندي د پاکستان د یو موټي موقف ښوول وو. د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کابینې په غونډه کې لومړي وزیر او د کابینې غړو د دې هیواد د ملي امنیت د کمیټي د هغه موقف ننګه وکړه چې پکې د امریکا له لوري پر پاکستان باندې د تور لګولو پر ضد خواشیني ښوول شوې وه.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر مطبوعاتي دفتر د ناستې په هکله د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د امریکا دغه څرګندونې د متحدو ایالاتو او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو له پاره ټاکونکي دي. داسې اړیکې چې د اعلامیې په حواله له نسلونو راهیسې د جوړیدو په حال کې وې.

د لومړي وزیر د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې: «پاکستان هم د انسانانو د ژوند او هم د اقتصاد له پلوه ستري قربانۍ ورکړي دي. د ترهګرۍ د محدودولو په هکله د پاکستان برياوي په نړۍ کي پیژندل شوي دي.»

په پاکستان کې افغان مهاجرو ته د یوې میاشتې مهلت

د پاکستان د کابینې په دې غونډه کې پر ډيرو نورو موضوعاتو سربيره په دغه هیواد کې د میشتو راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتېدو مودې د غځولو پر موضوع هم بحث وشو. تر دې وړاندې د افغانستان د مهاجرينو او راستنیدونکو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کمیشنري یا UNHCR او پاکستان په ترکیه کې په یوه درې اړخیزه غونډه کې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د کارت موده چې د ۲۰۱۷م کال د دسمبر پر ۳۱ نیټه پای ته رسېدله، د یو کال له پاره د غځولو وړاندیز کړی وو.

Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan Personalausweis
په پاکستان کې میشت د افغان مهاجرینو اوسیدو نیټه د ۲۰۱۷م کال د دسمبر په ۳۱ پای ته ورسیدهانځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Ahmad

د پاکستان کابينه پر دغې موضوع تر اوږدو بحثونو او خبرو وروسته، پر دې سره سلا شول چې د دغو کارتونو موده دې یوازې ۳۰ ورځې وغځول شي. د کابینې غړي همدا راز پر دې هم سره سلا شول چې له پاکستان څخه پر وخت د افغان مهاجرو د وتلو موضوع دې د ملګرو ملتونو د مهاجرو له دفتر او همدا راز له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړل شي.

د پاکستان کابینې ټینګار وکړ چې د هيواد اقتصاد يې له ډیري مودې راهیسې د افغان مهاجرو پيټی پر اوږو اخيستی او په اوسنیو شرایطو کې دغه کار ته ادامه نه شي ورکولی.

Afghanistan Flüchtlinge
په پاکستان د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ د افغان مهاجرینو په هکله په دې پریکړه اندیښنه څرګنده کړېانځور: DW/S. Tanha

له بلي خوا په اسلام اباد کې میشت د ملگرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر افریدي د جمعې په ورځ وویل چې موږ د پاکستان د دغې پریکړې له امله اندېښمن يوو. پاکستان د افغانستان د داخلي جنګ پر مهال په ۱۹۸۰ او ۹۰ کلونو په ترڅ په میلیونونو افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړه، خو اوس د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ مناسبات ډیر خراب دي او پاکستان غواړي له دې لارې پر افغانستان باندې فشار واچوي.

افغانستان او امريکا متحد ایالات پر پاکستان باندې تور لګوي چې دغه هیواد د طالبانو ملاتړ کوي او په دې توګه د افغانستان د بیا رغوني پروسه سبوتاژ کوي.

په ۲۰۱۶م کال کې هغه مهال چې شاوخوا یو میلیون افغان مهاجر له پاکستانه بیرته خپل هیواد ته په تګ مجبور شول، دغې چارې هم سخت نړیوال غبرګونونه را وپارول. خو په ۲۰۱۷م کال کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو بیرته تګ کم شوی وو. په پاکستان کې اوس نږدې ۱،۴ میلیونه راجستر شوي او په سونو زره غیر راجستر افغان مهاجر ژوند کوي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له ارشیف څخه: 

AP Pakistan, AG, DW, DPA / A.K