1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: الياس کشميري وژل سوی دی

۱۳۹۰ خرداد ۱۵, یکشنبه

د پاکستان استخباراتي چارواکي اوس هغه رپوټونه تاييد کړي، چي په خيبر پښتونخوا کي د امريکا د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو په يوه حمله کي د القاعدې يو ستر قوماندان، الياس کشميري هم وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/11UhG
الياس کشميري
الياس کشميريانځور: picture alliance/dpa

دغو چارواکو چي نومونه يي نه دي بربنډ سوي ويلي چي، پر نوموړي باندي حمله وروسته له هغه وسوه چي، سيمه ييز جاسوسانو د هغه د هستوګڼځي په هکله معلومات ورکړل.

خو په واشنګتن کي د متحده ايالاتو د ملي امنيت يو چارواکي وويل چي هغوی لا تراوسه د الياس کشميري د وژني د خبر تاييد نه سي کولای.

که چيري دا خبره رښتيا وي، دا به د اوسامه بن لادن تر وژولو وروسته د امریکا د متحده ايالاتو له پاره يو بل برياليتوب وي.

په دې برخه کي د اسلام اباد له خوا نوري همکارۍ کيداي سي چي، د واشنګټن سره په خړو پړو اړيکو کي کرار کرار روښانتيا رامنځ ته کړي.

په اسلام آباد کي يو پاکستاني چارواکي او په خيبر پښتونخوا کي درې استخباراتي مامروينو وويل چي کشميری وژل سوی دی.

په اسلام آباد کي يو استتخباراتي مامور د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط د رويترز خبري آژانس ته وويل: «موږ باور لرو چي کشميری وژل سوی دی. اوس موږ د هغه د جسد د موندلو په لټه کي يو.»

يوار په 2009 کال کي په غلطه توګه رپوټ ورکړل سوی ؤ، چي هغه د امريکايانو د بې پيلوټه الوتکو په يوه حمله کي وژل سوی دی. په داسي حملو کي وخت په وخت د اورپکو او د القاعدې د غړو د وژل کيدو خبرونه خپرږيږي.

خو قبايلي سيمو ته لاس رسی او د هغوی د اصلي هويت معلوم ګران کاردی چي د داسي رپوټونو تاييد وسي.

د پاکستان يوې تلويزوني خپروني د الياس کشميري تر مشرۍ لاندي د حرکت الجهاد اسلامي د ډلي له خولې هم رپوټ ورکړی چي نوموړی وژل سوی دی. دغه ډله له القاعدې سره په تړاو تورنه ده.

د رپوټونو له مخي، هغه يوه اعلاميه چي د نوموړي ډلي د وياند، ابو حنظله کشمير، له خوا د پاکستان تلويزني شبکې ته فکس سوې وايي: «موږ تصديقوو چي زموږ امير او اعلي قوماندان محمد الياس کشميري د خپلي لاري د څو تنو نورو ملګرو سره د يوې امريکايي بې پيلوټه الوتکي د جون پر دريمه د شپې پر يولس بجو او پنځلس دقيقو په شهادت ورسيد. انشاء الله امريکا به ډير ژر زموږ د انتقام شاهده اوسي. زموږ هدف امريکا ده.»

خو د امریکا متحده ايالاتو د ملي امينت چارواکي د دغي وينا پاڼي پر رښتينوالي باندي شک لري. د هغه رښتيوالي په خپلواکه توګ تصديق کيدای نه سي.

د پاکستان استخباراتو يو مامرو د رويتر زر خبري آژآنس ته وويل، کله چي د بې پيلوټه الوتکي توغندی ولګيد، الياس کشميري چي د پاکستان د پوځ پخواني منصبدار ؤ د افغانستان د طالبانو له يو قوماندان سره په ارتباط کي ؤ.

هغه وويل چي هغوی په جنوبي وزيرستان کي په يوه کور کي ؤ. ګمان کيږي چي دغه ځای به د کشميري د ډلي مقر وي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل