1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او چین د افغانستان په هکله خبري کړي دي

۱۳۹۶ شهریور ۷, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیري د افغانستان له پاره د چین له ځانګړي استازي سره لیدلي دي. دغه لیده کاته یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې پاکستان خپل هیواد ته د یوه جګپوړي امریکايي پلاوي سفر وځنډاوه.

https://p.dw.com/p/2j11A
Deng Xijun, Botschafter Chinas in Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

پاکستان د سویلي او مرکزي آسیا چارو له پاره د متحدو ایالاتو د بهرنو چارو سرپرستې معیني ایلس ویلز، سفر د ترمپ له څرګندونو یوه اوونۍ وروسته وځنډاوه چې ویلي وو اسلام آباد په افغانستان کې د جګړې د اوږدويدو سبب ګرځي.

ترمپ پر پاکستان باندې یاغیانو ته د پټنځایونو ورکولو تور لګولی وو کوم چې په افغانستان کې د امریکا له ملاتړ څخه برخمن حکومت پر ضد جنګیږي. پاکستاني چارواکو د دغو تورنو په غبرګون کې ویلي وو چې متحده ایالات باید پاکستان د «قربانۍ ګډوری» و نه ګرځوي. په عین وخت کې پاکستاني چارواکو امریکایي پوځ پر دې تورن کړی وو چې په افغانستان کې د یاغیانو د پټنځایونو په ختمولو کې پاتې راغلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي چې د چینایي استازي دینګ ژي یون، او د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیري تهمینه جنجوعه په ملاقات کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدو د هڅو په هکله خبرې شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي: «د چین ځانګړي استازي د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پاکستان ونډه او قربانې وستایلي [...] او ويې ویل چې د ترویزم د ختمولو له پاره د پاکستان هڅې باید د نړیوالې ټولنې له خوا ومنل شي.»

چین په پاکستان کې د «وریښمو د لار» د سترې پروژې په ترڅ کې ۵۷ میلیارده ډالر پانګونه کوي. د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز لاره، د پاکستان د اقتصاد د غوړیدا له پاره مهمه ګڼل کیږي. د دې پروژې په مرسته به د چین سویلي سیمي، په پاکستان کې د یوه اوږده سړک او اورگاډي سیستم سربیره د بیلا بیلو پروژو له لارې، منځني ختیځ او اروپا ته لاس رسی ولري.