1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان بیا د افغان مهاجرو د پاتې کیدو موده غځولې

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

په پاکستان کې د افغان مهاجرو د پاتې کیدو نیټه د یوه بل کال له پاره تمدید شوه. په عین وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام آباد کې د مهاجرو له استازو سره لیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3LEip
Pakistan Afghanische Flüchtlinge wollen zurück in die Heimat
آرشیف انځورانځور: Afghanisches Konsulat Peshawar

د پاکستان «ایکسپرس نیوز» د دولتي او سرحدي چارو وزارت د سرچینو له قوله لیکلي دي چې خپل هیواد ته د افغان مهاجرو د ستنیدو نیټه د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۳۰مې نیټې پورې غځول شوې ده. زیاته شوې ده چې د «کابینې له خوا د منظورۍ تر اخیستو وروسته عمران خان [د پاکستان لومړي وزیر] د یوه ملاقات په ترڅ کې اشرف غني له دې پریکړې خبر کړی دی.»

په خیبر پښتونخوا کې د مهاجرینو آتشې پر خپله فیسبوک پاڼه د دولتي او سرحدي چارو وزارت د هغې اطلاعیې انځور خپور کړی دی چې په کې په پاکستان کې د مهاجرو د پاتې کیدو نیټې د تمدیدو خبر ورکړل شوی دی. د مهاجرینو ریاست په دغه خبرتیا کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې میشت مهاجرین کولی شي د دغې اطلاعیي «یوه کاپي له ځانه سره ولري، څو د پولیسو له خوا و نه ځورول شي».

د وروستي ځل له پاره دغه نیټه د شپږو میاشتو له پاره غځول شوې وه چې د یکشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

څه موده وړاندې په پاکستان او ایران کې د افغان مهاجرو په هکله په اسلام آباد کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان او پاکستان پر چارواکو سربیره د ایران او د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ یا UNHCR استازو هم ګډون کړی وو. په غونډه کې په خپله خوښه د افغان مهاجرو پر ستنیدو باندې ټینګار شوی وو.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د پاتې کیدو نیټه تمدیدیږي. کله چې د نیټې ختمیدو ته څو ورځې پاتې شي نو دغه موده کله د شپږو میاشتو له پاره او کله هم د یوه کال له پاره تمدیږي. په پاکستان کې شا او خوا یو نیم میلیون راجستر شوي مهاجر ژوند کوي او د غیر راجستر شویو کډوالو شمیر هم تر نیم میلیون زیات ښوول کیږي.

له افغان کډوالو سره د ولسمشر غني لیدنه

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني، دا مهال پاکستان ته په رسمي سفر تللی دی. په خپل دغه سفر کې هغه د پاکستان د لومړي وزیر او ولسمشر سره ملاقاتونه کړي دي. د ارګ له لوري په يوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې اشرف غني، د جمعې په سهار په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان کډوالو، محصلینو، ښځو او د سوداګرو له استازو سره ولیدل چې خپلې ستونزې او غوښتنې یې ولسمشر سره شریکي کړې. کډوالو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې خپل هیواد ته ستنیدل غواړي خو جګړې او ناامني یې پر وړاندې عمده خنډ دی.

سید ریاض

زموږ له آرشیف څخه: