1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان بیا پر امریکا نیوکي کړي دي

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

اسلام آباد د دوشنبې په ورځ پر واشنگټن تور ولگاوه چې د دغه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د پاکستان دا تورونه کیدای شي له امریکا سره د دغه هیواد اړیکې نورې هم خړې پړې کړي.

https://p.dw.com/p/142ui
انځور: AP

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دئ چې دغه هیواد په رسمي توگه د امریکا د سنا د هغې غونډې په هکله چې ویل کیږي پکښې په بلوچستان کې له بشري حقونو څخه پر سرغړونو خبرې اترې شوي دي، اندیښنه څرگنده کړې ده.

د پاکستان پارلمان د یوې اعلامیې په ترڅ کې د امریکا د سنا دغه عمل غندلی دئ او ویلي ئې دي چې امریکا حق نه لري د پاکستان د کورنیو چارو په هکله خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ویلي دي چې د امریکا دغه کار د پاکستان په چارو کې لاسوهنه ده نو له همدې کبله د پاکستان د پارلمان له خوا غندل شوی دئ.

د پاکستان په بلوچستان کې جدایي غوښتونکي یاغیان د ۲۰۰۴ راهیسي په جگړه بوخت دي. دوی د بلوچستان له پاره د کورني سیاسي استقلال او د پلوچستان د طبعي زیرمو د عوایدو د لویې برخې غوښتونکي دي.

د پاکستان دولت په بلوچستان کې له بشري حقونو څخه پر سر غړونه تورن دئ. په پلوچستان کې په سلگونه انسانان لا درکه شوي دي چې د وژلو او یا هم بندې کولو تور ئې د پاکستان پر پوځ او یا هم استخباراتي شبکي لگول کیږي.

د پاکستاني کورنۍ سیاسي اوضاع هم له یو کړکیچن پړاو څخه تیریږي. د پاکستان پر لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ د ولسمشر زرداري د دوسیې د نه پرانیستلو تور ولگول شو. له دې کار سره په پاکستان کې د مخکې له وخته ټاکنو امکانات او د گیلاني د محکمه کیدو چانسونه لا ډیر شول.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولند، ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان په موضوع کې دخیل نه دئ. هغې زیاته کړې ده چې امریکا غواړي له پاکستان سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي ولري چې په هغو کې بلوچستان هم شامل دئ.

د پاکستان په پارلمان کې په تصویب شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د پاکستان په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنه د منلو وړ نه ده. د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې په دغه هیواد کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته ډیرې خړې شوي دي.

مسعود جهش (د فرانسې خبرې آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل